د لاسرسي ځای

تازه خبر

پيپلز پارټۍ وايي عدالت دې د ذوالفقار علی بوټو په مرګ کې قانوني غلطیانې سمې کړي


په کراچۍ کې خلک په يو نندارتون کې د ذوالفقار علي بوټو او بينظیر بوټو تصویرونه ګوري
په کراچۍ کې خلک په يو نندارتون کې د ذوالفقار علي بوټو او بينظیر بوټو تصویرونه ګوري

د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر د سپريم کورټ پر چیف جسټس غږ کړی چې "په انصاف کولو سره دې د عدالت پر لمن د ذوالفقار علي بوټو د وینو لګول شوي داغونه" ومينځي.

بلاول بوټو زرداري د ډېسېمبر پر ۱۱مه، په اسلام اباد کې يوې خبري غوندې ده وويل چې د هغه د نيکه، د پاکستان پخواني وزيراعظم او د پيپلز پارټۍ مشر ذوالفقار علي بوټو "په وژنه کې سپريم کورټ هم لاس درلود" او تمه يې وښووله چې قاضي فايز عيسا به هغه اييني او قانوني غلطۍ سمې کړې چې عدالت کړې وې.

ذوالفقار علي بوټو د پیپلز پارټۍ بنسټګر او د پاکستان وزیراعظم وو چې په ۱۹۷۷ز کال کې د پوځ د هغه وخت مشر جنرال ضیاالحق د مارشلا په لګولو سره له واکه ګوښه کړ.

وروسته هغه د خپل مخالفه نواب احمد قصوري په وژنه کې د لاس لرلو په تور په يوه پخوانۍ مقدمه کې ونيول شو. نوموړي دا تور رد کړی وو، خو لاهور های کورټ په ۱۹۷۷ز کال کې بوټو مجرم وګرځاوه او ورته يې د پانسۍ سزا واوروله.

هغه وروسته دا فیصله په سپریم کورټ کې چېلېنج کړه خو په ۱۹۷۹ز کال کې سپريم کورټ د لاهور های کورټ پرېکړه پر ځای وساتله. بوټو د ۱۹۷۹ز کال د اپرېل پر څلورمه پانسۍ کړل شو.

بلاول بوټو زرداري زیاته کړې چې د پاکستان زیاتره قانون پوهان وايي چې بوټو ته غلطه سزا ورکړل شوې وه او دوی دې ته د "عدالتي قتل" نوم ورکوي.

د پیپلز پارټۍ مرستيال مشر اصف علي زرداري په ۲۰۱۱ز کال کې د هېواد د ولسمشر په حېث سپريم کورټ ته يو درخواست استولی وو چې پکې ورڅخه د بوټو مقدمې ته له سره د کتنې غوښتنه شوې وه. خو پر څه د پاسه ۱۲ کلونو تېرېدو سربېره عدالت دا درخواست وانه ورېد، خو اوس چيف جسټس قاضي فایز عيسا اعلان کړی چې د ډېسېمبر پر ۱۲مه به دغه درخواست اوروي.

XS
SM
MD
LG