د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې بوري یا لورالايي په وروستیو کې هلته د کېدونکو لوړ معیار زیتونو له کبله په ټول پاکستان کې نوم موندلی دی.
د یادې ضلعې د زيتون مقدار او معيار د نومبر پر ۲۵مه او ۲۶مه په اسلام اباد کې ترسره شوې د زیتونو په کلنۍ مېله کې لومړی مقام ګټلی وو.
په لورالايي کې د زیتون کرلو پروژې مشر او څېړونکي مولا داد ناصر مشال راډیو ته وویل، پخوا به بوری په بادامو پېژندل کېدی خو اوس په زيتون یادېږي.
ده وویل، د لورالايي د یو باغ یوې ونې دومره فصل کړی چې په ټول پاکستان کې یې ساری نه وو. "د پیر صاحب په باغ کې د زيتونو د فرنټو نسل یوه ونه ده. موږ سږ کال له هغې یوې ونې څخه ۴۳۸ کلو زيتون واخیستل چې ۷۲ لیټره تېل ورڅخه ووتل."
په ټول پاکستان کې د لومړي مقام ګټونکي باغ کروندګر نیاز خان مشال راډیو ته وویل چې د دوی په باغ کې ټولې شاوخوا ۱۲،۰۰۰ ونې دي چې شاوخوا ۴،۰۰۰ پکې فصل ته رسېدلې دي او نورې وړې دي.
نوموړي زياته کړه، که تېرو څلورو یا پينځو کلونو ته وکتل شي نو په اوسط ډول موږ هر کال له دې ونو څخه د پينځو او شپږو زرو لیټرو په مينځ کې تېل اخلو.
نیاز خان وویل چې نن سبا په بازار کې د بوري د زيتون تېلو یو لیټر بيه له ۲،۵۰۰ څخه تر ۳،۰۰۰ روپیو پورې ده. د ده په وینا، د باغ هغه کمزورې ونه یې هر کال دومره زیتون کوي چې تر ۱۰ لیټره زیات تیل ورڅخه وځي.
د زیتون یو بل باغ لرونکي عبدالجبار مشال راډیو ته وویل چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې باغ کرلی وو او په ۲۰۱۷ز کې یې لومړی فصل اخیستی وو.
ده وویل، په بوري کې د کېدونکو نورو فصلونو پرتله زيتون بېخي ډېرې ګټې لري. "لومړۍ ګټه یې دا ده چې بېخي لږ اوبه غواړي، بل خوا یې فصل لکه د نورو هغو ژر نه خرابېږي او بل یې تېل تر ۱۸ میاشتو اېښوول کېدای شي."
عبدالجبار وویل، ده سږ کال ۵،۰۰۰ لیټره تېل ترلاسه کړي دي او تمه لري چې ټول کلنی پیداوار به یې شاوخوا ۷،۰۰۰ لیټرو ته ورسېږي.
مولاداد ناصر زیاته کړه چې په قدرتي توګه د بوري او شاوخوا سیمو موسم د زیتونو کروندې ته جوړ دی.
ده وویل چې د یادې سیمې ګڼو کروندګرو اوس د نورو ونو پر ځای د زیتون کرلو ته مخه کړې ده.
هغه وویل، "دا وخت په لورالايي کې شاوخوا شپږ لاکه د زېتونو ونې لګېدلي دي او په دې کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ فیصده فصل ته رسېدلې دي."
مولا داد ناصر وویل چې په بوري کې زيتون په لومړي ځل په ۱۹۹۱ز کال کې د نېشنل ریسرچ سنټر اسلام اباد او ایګريکلچر ریسرچ اسلام اباد له خوا لګول شوي ول.
ده وویل، هغه وخت د زيتونو اته نمونې له اټالیا څخه راوړل شوې او بیا چې کله هغه ونې لویې شوې نو قلمونه يې په کروندګرو کې ووېشل شول.
خو د ده په وینا، په بوري کې زيتون په بنیادي توګه هغه وخت عام شو چې کله په ۲۰۱۲ز او ۲۰۱۳ز کلونو کې له ايټالیا څخه نیالګي راوړل شول او پر زمیندارانو ووېشل شول.
ده وویل، په زېتونو کې په سر کې دوه قسمونه دي چې ایل ورایټي او ټېبل ورایټي ورته وايي او له هغه وروسته بیا د دوی نور ډولونه دي.
نوموړي زیاته کړه چې په بوري کې دا وخت ۲۰ ډوله زيتون موجود دي. "د زيتونو لپاره هغه سیمه ډېره مناسبه وي چې موسم یې د سېنټي ګرېډ پر کچ له منفي اووه څخه تر مثبت ۴۰ درجې وي."
ده وویل، د بوري او ږوب شاوخوا سیمې وار له مخه له نامعلومې مودې راهيسې د ښوون په نامه ځنګلي زيتون لري.
څېړونکي مولا داد ناصر زياته کړه، د زيتون له فصل څخه نه یوازې تېل اېستل کېږي بلکې د خوراک د نور استعمال تر څنګ په بېلا بېلو دوایانو کې هم استعمالېږي.
خو د ده په وینا، په بوري کې خلک ځکه د نور څه پرتله تېل زیات ورڅخه باسي چې د بوري په زيتونو کې په ۱۰۰ کلو کې له ۱۸ څخه تر ۲۴ لیټره تیل راوځي.
ده وویل سږ کال خو لا فصل پای ته نه دی رسېدلی خو تېر کال تر ۴۲،۰۰۰ لیټره زیات تېل د بوري زمیندارانو اخیستی ول.
نوموړي وویل، "زه د ټولې جنوبي پښتونخوا (د بلوچستان پښتون مېشتو سيمو) او په ځانګړې توګه د بوري پر ولس غږ کوم چې د زيتون باغونه وکري. د دې نه یوازې پیسه زیاته ده بلکې لږ اوبه غواړي او سمبالول یې هم ډېر اسان دي."
د زيتون فصل هر کال د اکتوبر له پیل څخه د ډېسېمبر تر پایه اخیستل کېږي.