د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوڅانو د وژنې پرضد په کوټه کې پرلت دوام لري


د بلوڅانو د وژنې پرضد په کوټه کې پرلت دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00

په بلوچستان کې د ماورای عدالت وژنو پرضد له تربته د پیل شوي لاریون ګډونوالو د کوټې پر سرياب سړک پرلت وهلی دی. د بلوڅانو د يووالي کمېټۍ تر انتظام لاندې د لاریون مشران وایي، حکومت هغوی د کوټې په سریاب سيمه کې ایسار کړي او د ښار مرکز ته یې نه پرېږدي. دا احتجاج تر هغه وروسته پیل شو چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) د نومبر پر ۲۳مه په نښته کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړ. خو بلوڅ فعالانو وویل چې په هغو کسانو کې د بالاچ بلوڅ په نامه هغه سړی هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو. تر دې پېښې وروسته هغوی په تربت کې احتجاجي پرلت وواهه او د ډېسېمبر پر پينځمه يې له هغه ځايه د کوټې پر لوري لاريون پيل کړ. د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې حکومت د ډېسېمبر پر نهمه په هغه پېښه کې د ککړو څلور پولیسو پرضد مقدمه درج کړې ده. هغه زیاته کړه چې د امنیتي اندېښنو له کبله د کوټې ښار په دولتي ساحه کې هېچا ته د احتجاج اجازه نه ورکوي. ویډیویي راپور.

XS
SM
MD
LG