د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب حکومت په لاهور کې د مصنوعي باران ازموینه کړې ده


حکومت وايي مصنوعي باران یې د هوا ککړتیا کمولو لپاره کړی دی - پخوانی انځور.
حکومت وايي مصنوعي باران یې د هوا ککړتیا کمولو لپاره کړی دی - پخوانی انځور.

د پنجاب حکومت وايي، د متحده عربي اماراتو په همکارۍ او مرسته یې د لاهور په بېلابېلو سیمو کې مصنوعي باران بریالۍ ازموینه کړې ده.

صوبایي حکومت د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر اېکس پاڼه ليکلې چې نګران وزیراعلا محسن نقوي ازموینه څارلې ده.

نقوي وروسته په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې د متحده عربي اماراتو منندوی دی چې ډله یې وراستولې وه چې له ۱۵ ورځو راهیسې په هغه ښار کې وه او د "پاکستان د لومړي مصنوعي باران" ازموینې ترسره کولو انتظار یې کاوه.

نقوي وویل، هغې تخنیکي ډلې له "۱۰-۱۲ ورځو پورې" په فضا کې د لږې ورېځ (اورېځ او اوره هم بلل کېږي) د موندلو انتظار کاوه او چې پیدا یې کړه نو د ډېسېمبر پر ۱۶مه یې د الوتکې په ذریعه یې ورباندې کیمیاوي مواد وپاشل چې د باران لامل شول.

ده وویل چې د ازموینې تر بشپړېدو وروسته د "لاهور په ۱۰ برخو کې نری باران" وشو او د مصنوعي سېلاب د مخنیوي لپاره یې د لاهور اړونده ادارو ته د چمتووالي امر کړی دی.

د پنجاب لنډمهالي اعلاوزیر وویل چې د باران کولو لپاره یې "له ۱۰ څخه تر ۱۵ کېلومیټره پورې" ساحه یا سیمه انتخاب کړې وه.

نقوي وویل چې په دې ماموریت ترسره کولو کې د پاکستان "یوه روپۍ هم نه ده لګېدلې" او دا مصنوعي باران د "متحده عربي اماراتو ډالۍ" وه.

د پنجاب اعلاوزیر وویل چې مصنوعي باران یې د هوا ککړتیا کمولو لپاره کړی دی او زیاته یې کړه چې د دې لپاره د مصنوعي باران تر څنګ نور اقدامات هم کوي او دا چې حکومت د هوا کیفیت ښه کولو په هدف د جامع ستراتیژۍ غوره کولو ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا کیفیت معلومولو پیمانې په نوم ادارې په نومبر کې لاهور په نړۍ کې څلورم تر ټولو زیاته ککړه هوا لرونکی ښار بللی وو.

د امریکا د بېدیا یا دښتو څېړنیز مرکز وايي چې مصنوعي باران د کلاوډ سیډنګ (cloud seeding) یعنې د ورېځ کرنې د ورېځ توخم اچونې په نوم د یوه تخنیک په مرسته کېږي.

د دې عمل لپاره باید په فضا کې لږه ورېځ موجوده وي.

د مرکز په وینا، کله چې ورېځ وموندل شي نو بیا له الوتکو څخه ورباندې یو ډول مالګه پاشل کېږي. په ورېځ کې د اوبو څاڅکي د هغې مالګې د کرېسټالونو (قلمونو یا بلورونو) شاوخوا ته ورجمع کېږي او ورېځ ګڼوي (ګوروي یې) چې بیا د ورښت لامل کېږي.

XS
SM
MD
LG