د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان انتظامیې ضلع کې د قانون ۱۴۴مه ماده نافذه کړې ده


د پاکستان پوځ ګاډي په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.
د پاکستان پوځ ګاډي په شمالي وزیرستان کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان انتظامیې د ۲۰۲۴ز کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې پورې په هغه ضلع کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده یا دفعه نافذه کړې ده.

د هغې مادې له مخې د پینځو یا تر پینځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو، د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ او د لاوډ سپیکر پر ناسم استعمال بنديز وي.

د شمالي وزیرستان انتظامي مشر منظور اپرېدي په امر کې، چې یو نقل یې مشال راډیو هم ترلاسه کړی دی، ویلي دي چې پولیسو داسې معلومات ترلاسه کړي دي چې ځینې کسان په هغه ضلع کې د امن خرابولو پلان لري نو ځکه یې د قانون ۱۴۴مه ماده عملي کړې ده.

په امر کې راغلي دي چې د هر ډول غونډې جوړېدو لپاره به له انتظامیې څخه اجازه اخیستل اړینه وي.

د شمالي وزیرستان انتظامیې دا اقدام پر داسې مهال کړی دی چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه د عامو انتخاباتو مهالوېش اعلان کړی دی او اوسمهال بېلابېل ګوندونه او احتمالي نوماندان کیمپېن کوي.

په پاکستان کې د انتخاباتي کیمپېن پر مهال ګوندونه او سیاستوالان لویې ولسي غونډې کوي او په کلیو، کوڅو، دوکانونو او ښارونو کې ګرځي او له خلکو څخه رایه غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، ټانک او خیبر کې پر امنیتي ځواکونو په بېلابېلو بریدونو کې لسګونه سرتېرو ته مرګژوبله واوښته.

XS
SM
MD
LG