د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال ژمنۍ نغدي مرستې غواړي


په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، نور کلونه به ورسره ژمنۍ مرستې کېدې خو دا ځل نه دې شوي ـ د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر ۱۸مې انځور
په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، نور کلونه به ورسره ژمنۍ مرستې کېدې خو دا ځل نه دې شوي ـ د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر ۱۸مې انځور

د خوست ولایت اړوند د سپیرې ولسوالۍ افغان دوبۍ غرییزه سیمه کې مېشت وزیرستاني کډوال د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې، د خوړو له نړيوالې ادارې او نورو هغو نړیوالو بنسټونو څخه د ژمنیو نغدي مرستو غوښتنه کوي، چې له دوی سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

دوی وايي، په هغو سیمو کې چې کډوال پکې مېشت دي، د نورو هوارو سیمو پرتله سړې او واورینې دي او دوی د اقتصادي ستونزو له کبله د سونګ توکیو، درملو او نورو ژمنیو توکیو د رانیولو وس او توان نه لري.

وزیرستاني کډوال وايي، نور کلونه به د ژمي له راتګ وړاندې له دوی سره نغدې مرستې کیدې، خو سږ کال تر دا مهاله چې ژمی پیل شوی، له دوی سره د مرستو هېڅ څرک نه لګېږي.

په خوست کې د وزیرستانیو کډوالوکورونه
په خوست کې د وزیرستانیو کډوالوکورونه

په افغان دوبۍ سیمه کې مېشت وزیرستانی کډوال مالي خان وزیر مشال راډیو ته وویل چې د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې څخه غوښتنه کوي چې د نورو کلونو په شان دې دې ژمنۍ نغدي مرستې وشي. "نور کلونه مرستې کېدې، تیر کال نیمګړې وې او سږ کال يې بېخي پته نه لګېږي او که ونه شي، نو د کډوالو د ریاست مخکې به پرلت وهو او که ونه شي، مجبورېږو چې مظاهرې هم وکړو."

مالي خان وزیر زیاتوي، د دوی خلک ډېر بې وسه دي او په ژمي کې د دوی ستونزې نورې هم ډېرېږي.

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی عمر وايي، د هغوی ډیری خلک په غرییزو سیمو کې اوسېږي، چې هلته واورې ډېرې اوري او دا سیمې سړې هم دي.

نوموړي هم د وزیرستانیو کډوالو ستونزو ته په اشاره وايي، چې دوی نه شي کولای په ژمي کې په خپلو امکاناتو د سونګ توکي راونیسي او یا په خپلو امکاناتو د خپلو ناروغانو درملنه وکړي.

وزیرستاني کډوال وايي، که مرستې ورسره ونه شي په احتجاج لاس پورې کوي
وزیرستاني کډوال وايي، که مرستې ورسره ونه شي په احتجاج لاس پورې کوي

وزیرستاني کډوال وايي، دوی د اقتصادي امکاناتو د نه شتون له کبله په ژوند کې له بېلابېلو کړاوونو سره مخامخ دي، نه خپل ناروغان ډاکټر ته بیولی شي او نه د ځانونو لپاره اړین خوراکي توکي برابرولی شي.

په افغان دوبۍ سیمه کې یو بل مېشت وزیرستانی کډوال خیرمحمد وايي، د ژمي په موسم کې خپلې ډېرې اړتیاوې له همدې نغدي مرستو پوره کوي، خو اوس چې نشته، خپل راتلونکې ته په انديښنه کې دي.

د یادې سیمې يو بل اوسېدونکی نورت الله وزیر هم وايي چې هغوی له کلونو راهیسې په خیمو کې اوسېږي او اوس هعه خیمې دومره زړې شوي، چې ژوند تېرول پکې ګران شوي دي.

په خوست کې وزيرستانيو کډوالو ته د ورپېښو ستونزو په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو ادارې چارواکو مشال راډیو ته په ليکلې بڼه په لېږل شوي پیغام کې ويلي چې دا ستونزې يط د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په ګډون له ځینو نړیوالو بنسټونو سره شریکې کړې دي، خو د کډوالۍ او بې ځایه کېدلو په برخه کې ځینو نړیوالو مسلو ته په کتو هغوی تر اوسه په دې اړه مثبت ځواب نه دی ورکړی.

چارواکو په ژمي کې د کډوالو ستونزې مهمې وبللې او ويې ویل چې هغوی له نورو ملي او نړیوالو بنسټونو سره هم په اړیکه کې دي.

د ۲۰۱۴ ز کال په نیمايي کې په وزیرستان کې د پاکستاني پوځ لخوا د وسلوالو پرضد د ضرب عضب پوځي عملیاتو له پیلېدو را وروسته د وزیرستانیو کډوالو زرګونه کورنۍ په خوست او پکتیکا کې میشتې شوې، خو یو شمېر يې د پاکستان حکومت لخوا په څو پړاوونو کې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.

XS
SM
MD
LG