د پراګ اوسېدونکي تر خونړي برید وروسته په ویر دي
د چېک جمهوریت حکومت د پلازمېنې پراګ په یو پوهنتون کې په وسلوال برید کې د مرګژوبلې له کبله د ډېسېمبر پر ۲۳مه ملي ماتم اعلان کړی دی. د ډېسېمبر پر ۲۱مه یو بریدګر د چارلس پوهنتون د فلسفې له پوهنځي سره نېږدې په ډزو کې ۱۴ تنه ووژل او ۲۵ یې ژوبل کړل. د پلازمېنې پراګ اوسېدونکي برید خفه کړي دي او وايي چې ټولنه باید هغه بریدګر هېر کړي. د رویټرز، اسوشيېټېډ پرېس او اژانس فرانس پرېس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.