د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کرکټ بورډ: که اړتیا وه، پر مجیب، فاروقي او نوين بندیزونو ته کتنه کېږي


افغان لوبغاړي مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق
افغان لوبغاړي مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوین الحق

د افغانستان کرکټ بورډ پر دريو افغان لوبغاړو يو لړ بنديزونه لګولي او له هغوی سره يې کړی مرکزي قرارداد لغوه کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د ډېسېمبر پر ۲۵مه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې له فضل الحق فاروقي، نوين الحق او مجيب الرحمان څخه يې د يوه کال لپاره د ملي لوبډلې مرکزي قرارداد بېرته اخيستی او پر هغوی يې د دوو کلونو لپاره په بهرنيو سوداګريزو ليګونو کې د لوبېدو بنديز لګولی دی.

خو زیاته کړې یې ده: "د یوه کال مودې لپاره به دوی ته مرکزي قرارداد نه ورکول کېږي، خو که چېرې ادارې په لوبو کې د دوی شتون ته اړتیا ولیده نو غور به پرې کوي چې ایا د لوبې برخه وګرځول شي او که نه."

د بورډ اعلاميه زياتوي چې د دې پرېکړې لامل د يادو لوبغاړو له خوا د مرکزي قرارداد له لاسلیکولو ډډه کول دي چې په وينا يې دا د "ملي ګټو خلاف عمل" دی. د کرکټ بورډ په خبره، د یادو لوبغاړو له خوا د مرکزي قرارداد د نه لاسلیکولو دلیل په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې لوبېدل وو.

بورډ زياتوي، د دې لوبغاړو په تړاو یوې "باصلاحیته کمېټې" پرېکړه کړې ده، خو زياتوي چې د اړتيا په صورت کې به د دغو لوبغاړو د لوبېدو په اړه غور کېږي. تراوسه دغو لوبغاړو د کرکټ بورډ د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ويلي. په دغو لوبغاړو کې نوين الحق لا واردمخه له پنځوس اووره نړيوالو سیاليوو سره مخه ښه کړې ده خو شل اووریزې سیالۍ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند غوره لیګ (ای پي اېل) کې بېلابېلو لوبډلو مجيب الرحمان، فضل الحق فاروقي او نوين الحق د ۲۰۲۴ز کال د ۲۰ اووريزه لوبو لپاره غوره کړي دي. دوی د دې تر څنګ په ځينو نورو نړيوالو لیګونو کې هم لوبېږي. د کرکټ د نړيوالې شورا د قوانينو له مخې که يو کرکت بورډ خپلو لوبغاړو ته اجازه ورنکړي، هغوی نه شي کولی په کوم ليګ کې ولوبیږي.

XS
SM
MD
LG