د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بوټو زرداري د عامو انتخاباتو لپاره د خپل ګوند ۱۰ نکاتي منشور اعلان کړی دی


د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ـ پخوانی انځور
د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ـ پخوانی انځور

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د عامو انتخاباتو لپاره د ګوند ۱۰ نکاتي منشور اعلان کړی دی.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۲۷مه د خپلې مور او پخوانۍ وزيراعظمې بېنظير بوټو د ۱۶م تلين په مناسبت د سیند په ګړي خدا بخش کې يوې ولسي غونډې ته په وينا کې وويل چې ځينو قوتونو دا فکر کاوه چې د بېنظيرې په ليرې کولو به پيپلز ګوند ختم شي خو د هغه په وينا، پلويانو يې د "هر سخت وخت" مقابله وکړه.

د پاکستان پيپلز ګوند د رسنيو څانګې د ډېسېمبر پر ۲۷مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه د نوموړي د وينا ځينې برخې خپرې کړې دي.

پر دې مهال بلاول بوټو زرداري وویل، "موږ ويلي ول چې جمهوريت غوره انتقام دی نو موږ هغه پوځي امر [جنرال پروېز مشرف] ليرې کړ او جمهوريت مو بحال کړ. موږ خپل انتقام د جمهوريت په صورت کې واخيست."

د پاکستان پخوانی پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف لومړی په ۲۰۰۶ز کې د بلوچستان د پخواني اعلاوزیر او ګورنر نواب اکبر خان بګټي او تر هغې یو کال وروسته د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو د وژنو په مقدمو کې هم ونومول شو، خو هغه دا تورونه رد کړل.

په ۲۰۰۸ز کال کې په پاکستان کې د عامو انتخابات په نتيجه کې چې کله د پیپلز ګوند په مشرۍ اېتلافي حکومت جوړ شو، نو پر مشرف يې فشار راوړ چې د ولسمشرۍ له دندې ګوښه شي خو هغه انکار وکړ. البته کله چې په پارلېمان کې د مشرف د مواخذې خبرې پیل شوې، نو هغه د ۲۰۰۸ز کال په اګست کې استعفا ورکړه، او بيا وروسته د پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري د پاکستان ولسمشر وټاکل شو.

بېنظير بوټو د ۲۰۰۷ز کال د ډېسېمبر پر ۲۷مه د راولپېنډۍ په لیاقت باغ کې تر جلسې وروسته په یوه ځانمرګي برید او ډزو کې وژل شوې وه. تحريک طالبان پاکستان د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

بلاول بوټو په خپله وينا کې دعوه وکړه چې يوازې پيپلز ګوند کولی شي چې هېواد وژغوري او د ولس ستونزي هوارې کړي.

نوموړي وویل چې په منشور کې یې د تنخاګانو دوه چنده زیاتول، د غريبانو لپاره د بجلۍ (برېښنا) ۳۰۰ يونټه وړيا ورکول، د معياري تعليم پروژې عملي کول، د روغتيا وړيا خدمات، له سېلاب ځپلو سره مرستي، له کروندګرو، کارګرانو او ځوانانو سره د مرستو لپاره ځانګړي کارډونه جاري کول شامل دي.

نوموړي دا و نه ويل چې دا اقدامات به په څه ډول کوي ځکه چې پاکستان له يوې مودې راهيسې له اقتصادي بحران او د انرژۍ له کمي سره مخامخ دی.

په پاکستان کې راتلونکي عام انتخابات د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه کېږي، چې د انتخاباتي کمېشن په وينا، د قامي اسمبلۍ او څلورو واړو صوبايي اسمبليانو د ۱،۰۸۵ څوکيو لپاره ۲۸،۶۲۶ کسانو د نوماندۍ کاغذونه جمع کړي دي.

XS
SM
MD
LG