د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې نرښځیان وایي په انتخاباتو کې له برخې اخیستو محرومه شوي دي


د جنورۍ پر دویمه د نرښځیانو ټولنې مشران په کراچۍ پریس کلب کې خبري غونډې ته وینا کوي.
د جنورۍ پر دویمه د نرښځیانو ټولنې مشران په کراچۍ پریس کلب کې خبري غونډې ته وینا کوي.

په پاکستان کې د نرښځیانو ټولنه وایي چې د هغه هېواد د وفاقي شرعي عدالت تر پرېکړې وروسته دوی په انتخاباتو کې له برخې اخیستو بې برخې شوي دي.

په کراچۍ کې د خبريالانو په مرکز کې د نرښځیانو ټولنې مشرانو د جنورۍ پر دويمه په خبري غونډه کې وویل چې د عدالت د فیصلې په رڼا کې د نرښځيانو د خوندیتوب په اړه د ۲۰۱۸ز کال قانون بېرته اخیستل شوی دی چې له امله یې دوی انتخاباتو ته نه شي درېدای او د ووټ اچولو اجازه هم نه لري.

هغوی زياته کړه چې تر دې وروسته د پاکستان د نفوسو او نورو اسنادو د ثبت ادارې (نادرا) هم د ګڼو نرښځیانو شناختي کارډونه بلاک (بند) کړي دي.

د نرښځیانو د اتحادیې یوې مشرې رادیه کنول مشال راډیو ته وویل "په ټولنه کې خلک موږ ته ووټ راکول غواړي، ټولنې په انتخاباتو کې د برخې اخيستلو لپاره نرښځيان هم منتخب کړي ول، خو انتخاباتي کمېشن او نادرا له نرښځيانو سره ناروا چلند وکړ. د زياتره نرښځيانو ووټونه راجسټر شوي نه دي. په نادرا کې د نرښځیانو شناختي کارډونه جوړول بند دي او د چا چې جوړ شوي دي، هغه یې هم بلاک کړي دي."

په غونډه کې د نرښځیانو استازو له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د رایو ورکولو حق ورکړي او په قامي او صوبايي اسمبلۍ کې دې ورته دښځو او لږکیو په څېر ځانګړۍ څوکۍ ورکړي تر څو د خپلې ټولنې استازيتوب وکړي.

په ۲۰۱۸ز کال کې په پاکستان کې د نرښځیو د حقونو او ساتنې قانون جوړ شو چې پکې د طبي بورډ له معاینې پرته په شناختي کارډونو او نور قانوني اسنادو کې نرښځیانو د خپل جنس ټاکلو حق ترلاسه کړ. په قانون کې نرښخيانو ته د تعلیم، وراثت او ملازمت په شمول ځني بنیادي حقونه ورکړی شوي ول.

خو د ۲۰۲۳ز کال د مې پر ۱۹مه وفاقي شرعي عدالت د نرښځيانو لپاره په شناختي کارډونو کې په خپله خوښه د جنس ټاکلو اجازه ناقانونه کار وباله.

وفاقي شرعي عدالت د نرښځیانو د حقونو د قانون (ټرانسجېنډر ایکټ) پرضد د درخواستونو په اړه په پرېکړه کې وویل چې نرښځیان نه خپل جنس بدلولی شي او نه ځان د ښځې یا سړي په توګه یادولی شي.

په پرېکړه کې راغلي که څوک پیدايشي ښځه یا سړی وي او ځان ته نرښځی وایي نو دا به د شریعت ضد عمل وي.

د خبري غونډې پر مهال د نرښځیانو د ټولنې مشرانو دا هم وویل چې په وروستۍ سرشمېرنه کې د نرښځیانو شمېر کم ثبت شوی دی.

د هغې ټولنې یوې مشرې بندیه رانا وویل چې په کراچۍ د نرښځیانو شمېر ۱۸،۰۰۰ دی خو په وینا یې په سرشمېرنه کې یوازې ۳،۰۰۰ ښوول شوی دی.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وایي په ټول هېواد کې ۳،۰۰۰ نرښځیان د ووټ اچوونکو په لیسټونو کې ثبت دي او دوی خپلې رایې کارولی شي.

د کمېشن د سيند صوبې مشر شريف الله د جنورۍ پر دويمه مشال راډيو ته وويل د انتخاباتو په فارم کې د نرښځیانو لپاره جلا خانه یا ځای نه شته چې پکې بدلون کول د کمېشن په اختیار کې نه راځي. د نوموړي په خبره د دې کار لپاره په قانون کې بدلون ته اړتیا ده چې یوازې پارلېمان یې کولی شي.

XS
SM
MD
LG