د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې دوو چاودنو ۳ ماشومان او ۲ پوځیان وژلي دي


چارواکي وايي، یوه پېښه په میرلي او بله په رزمک کې شوې ده.
چارواکي وايي، یوه پېښه په میرلي او بله په رزمک کې شوې ده.

په شمالي وزیرستان کې په دوو بمي چاودنو کې درې ماشومان او دوه سرتېري وژل شوي دي.

یو امنیتي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم د نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر څلورمه په رزمک کې د پوځیانو یو ګاډی د سړک تر غاړې د ښخ بم چاودنې ښکار شو چې پکې دوه سرتېري ووژل شول.

د هغې چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

اخوا د میرلي د پولیسو یو چارواکي عمر خان مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ څلورمې پر سهار سهار په کجوري سیمه کې درو ماشومانو څاروي څرول چې پر ځمکلاندې ښخ بم وربرابر شول او په چاودنه کې ووژل شول.

د شمالي او جنوبي وزیرستانونو په ګډون په نورو قبایلي ضلعو کې وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو چاودنې کېږي چې مرګژوبله اړوي.

د هغو سیمو اوسېدونکو او فعالانو په تېرو کلونو کې په بیا بیا له حکومته د ماینونو د پاکولو غوښتنې کړې دي.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال په اپرېل کې له حکومته غوښتنه وکړه چې سمدستي دې په قبایلي سیمو کې دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې په بیا بیا ویلي دي چې په یوشمېر سیمو کې یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو چارو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ پخواني ویاند جنرال بابر افتخار د ۲۰۲۱ز کال په پای کې خبریالانو ته ویلي ول "د جنوبي وزیرستان په ګډون یې په قبایلي ضلعو کې ۴۸،۰۰۰۰ ماینونه پاک" کړي دي.

تر هغې وروسته هم پوځ او د قبایلي سیمو انتظاميو او پولیسو چارواکو په بیا بیا رسنیو ته ویلي دي چې هلته د ماین پاکۍ چارې روانې دي خو دا لا روښانه نه ده چې د اووه واړه قبایلي ضلعو څومره برخه تر اوسه له ځمکلاندې بمونو پاکه شوې ده.

البته، انتظامي چارواکي وايي چې په هغو ټولو سیمو کې یې ځانګړې نښې لګولې دي چې پکې د ماینونو شتون امکان دی نو ځکه دې ځايي خلک هغو ځایونو ته نه ورځي.

XS
SM
MD
LG