د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پشتین د عامه نظم خرابولو په تور په جهلم کې زنداني شوی دی


منظور پشتین (له کېڼې خوا دویم) په کوټه کې د ورکو بلوڅانو په پرلت کې ناست دی ـ پخوانی انځور.
منظور پشتین (له کېڼې خوا دویم) په کوټه کې د ورکو بلوڅانو په پرلت کې ناست دی ـ پخوانی انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین وکیلان وايي چې د پنجاب د جهلم ضلعې د ډېپټي کمېشنر په امر د عامه نظم خرابولو په تور نوموړی بیا بندي شوی دی.

د پشتین وکیلانو د جنورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې د جنورۍ پر څلورمه د اسلام اباد عدالت په څلورم کېس کې هم د پشتین ضمانت منظور کړ خو له اډیاله جېله تر خوشې کېدو وروسته په نوي تور جهلم جیل ته یوړل شو.

د غورځنګ یو غړي او وکیل عطا الله جان ایډوکيټ مشال راډیو ته وویل چې پشتین د درې ایم پي او قانون لاندې نیول شوی دی چې خلاف یې دوی عدالت کې درخواست جمع کړی خو هغه خواست رد شو.

عطا الله جان ایډوکيټ وویل چې د جنورۍ پر اتمه د لاهور هایکورټ پینډۍ بینچ ته بيا د هغه د خوشې کېدو درخواست ورکوي.

غورځنګ پر پشتین لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان په ایین کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي.

بلخوا د سیند پولیسو د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پشتین په ګډون د بلوچ یکجهتۍ کمیټۍ مشرې ماهرنګ بلوچ او نورو ۳۰۰ احتجاج کوونکو بلوڅانو خلاف د بغاوت مقدمه درج کړې ده.

د سیند د خیرپور ضلعې پولیس چارواکي ایس ایس پي سمیع الله د جنورۍ پر شپږمه مشال راډيو ته وویل چې دا کېس د خیرپور په وډا ماچیو پولیس تاڼه کې د یو پولیس چارواکي په مدعیت کې درج شوی دی.

هغه وویل: " ماهرنګ بلوڅه د ۳۰۰ کسانو سره د پاکستاني پوځ او ملک پر ضد ويناګانې کوي اومنظور پشتين هم د پوځ پر ضد ويناګانې کړي دي. په مقدمه کې په ماهرنګ بلوڅې، منظور پشتين او نورو کسانو د ملک، پوځ او امنیتي ادارو پرضد د خلکو د راپارولو او کرکې خورولو دفعې لګول شوي دي او پر دوې تور دی چې په ځوانانو کې د بغاوت پيدا کولو سوچ پيدا کوي."

بلې خوا ته ماهرنګ بلوڅه وایي چې حکومت دوی له خپلوغوښتنو نه د په شا کولو لپاره بېلا بېلې بهانې تراشي او پر ضد یې مقدمې لیکي.

هغې مشال راډیو ته وویل، هیڅکله له خپلو غوښتنو نه په شا کېږي: "له يوې خوا د رياست جبر دی او له بلې خوا د پرامنه مظاهره کونکو مخه نیول کېږي. موږ اسلام اباد ته راغلي يو نو دا د ټول بلوچستان مسله ده، بايد رياست زموږ غوښتنو ته غوږ نیولی وای خو پر موږ مقدمې درج کېږي. ماته او زما ورور او کورنې ته دهړکې راکول کېږي. دا اېف ای ار زموږ مخه نشي نیولی"

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دوو اعلا عدالتونو د جنورۍ پر درېیمه حکومت ته حکم کړی چې په اسلام اباد کې دې د احتجاج کوونکو بلوڅانو خلاف د زور له کارولو ډډه وکړي.

ماهرنګ بلوڅې زياته کړه چې هغه مقدمه د اسلام اباد های کورټ د امر په خلاف ده او عدالت دې د دې نوټس واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، مشر یې په زندان کې دی او په عین وخت کې پرې نوی مقدمې د دې لپاره جوړیږي چې هغه په زندان کې وساتي.

د غورځنګ یو مخکښ ادریس پشتین مشال راډیو ته وویل چې نوې مقدمه هم د پخوانیو هغو په څېر بې اساسه ده.

د بلوچستان پوليسو منظور پشتين د ډېسېمبر پر څلورمه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.

پر منظور پشتين ټولې څلورې مقدمې وې. د ډېسېمبر پر ۲۶مه عدالت د ترهګرۍ په دوو مقدمو کې د هغه ضمانت منظور کړی او بيا د جنورۍ پر څلورمه په اسلام اباد کې د عدالت لخوا په څلورمه مقدمه کې ضمانت تر خوشې کېدو وروسته پوليسو منظورپشتين له اډيالې زندانه وویست خو بیا د جهلم زندان ته یوړل شو.

XS
SM
MD
LG