د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروت کې وسلوالو ۱ مزدور خوشې کړی، ۹ يې له ځان سره بېولي دي


د خيبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې نقشه.
د خيبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې نقشه.

د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کې ناپېژندليو وسلوالو ۱۰ مزدوران تښتولي ول چې وروسته يې يو مزدور بېرته خوشې کړی دی.

د لکي مروت ضلعې د پولیسو يو چارواکي ډي اېس پي عمر دراز نن (د جنورۍ پر نهمه) مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو د جنورۍ پر اتمه د بېټني تحصيل له حسن خېل سيمې څخه ۱۰ مزدوران تښتولي ول.

نوموړی زياتوي، په غرييزه سيمه کې تر څو ساعته مزل وروسته وسلوالو د جنيد په نامه يو مزدور خوشې کړی دی، چې په وينا يې هغه د پښتورګو (ګردو، بډوډو، بډوکو) ناروغي درلوده او پر پښو يې د مزل توان نه درلود.

د عمر دراز په وينا، دې مزدورانو له تجوړۍ سيمې څخه تر شادي خېلو پورې د سړک پر جوړولو کار کاوه چې وسلوالو وتښتول.

د تښتول شويو مزدورانو تعلق له لکي مروت، صوابۍ، چارسدې، بنو، او خيبر سره دی.

عمر دراز زياتوي، تر پېښې وروسته پوليسو د لټون عمليات پيل کړي دي او د ترهګرۍ مخنيوي پوليسو د ناڅرګنده وسلوالو پر ضد د پېښې مقدمه درج کړې ده.

تر دې دمه د مزدورانو د تښتولو ذمه واري چا نه ده منلې.

د لکي مروتو اوسېدونکي وايي ناامني زیاته شوې خو پولیس دا نه مني
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:30 0:00

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ضلعې خلک له ډېرې مودې راهيسې له ناامنۍ سر ټکوي. دوی وايي، یو پلو وسلوال هلته فعالیتونه کوي او له بل لوري داسې ډلې هم موجودې دي چې په بېلابېلو جرمونو یې د خلکو ژوند او مال ته ګواښ پېښ کړی دی.

خو د لکي مروت پولیس وايي چې په هغه ضلع کې امنیت د پخوا پرتله ښه شوی دی. پولیس زياتوي، د ولس په مرسته یې د وسلوالو او جرم کوونکو ډلو پرضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په سیمه کې امنیت ته ژمن دي.

په لکي مروت کې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې په شويو بریدونو کې لسګونه پولیسو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG