د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ، پېښور او بلوچستان کې د بلوڅو پرلتوالو په ملاتړ مظاهرې شوي


په کراچۍ، پېښور او بلوچستان کې د بلوڅو پرلتوالو په ملاتړ مظاهرې شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00

د جنورۍ په ۱۲مه په کراچۍ، پېښور او د بلوچستان په ځینو سیمو کې سلګونو کسانو د مظاهرو پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د ورکو بلوڅو او پښتنو د موندلو لپاره دې په سملاسي ډول لاس په کار شي. دوی له حکومته دا غوښتنه هم کوله چې که په جبري ورک کړل شویو کسانو کې څوک ګناه ګار وي نو عدالت ته دې وړاندې کړل شي او که بېګناه وي نو کور ته دې واپس ولېږل شي. بل پلو، حکومت وايي، له ورکو کسانو یو شمېر یې بیرته خوشې شوي او ځیني یې بیا د هغوی په وینا د وسله والو ډلو سره یو ځای شوي دي. د نګران حکومت مرکزي او صوبايي چارواکي دا تور هم پورې کوي چې د ورکو کسانو په نوم ځیني خلک سیاست کوي. بلوڅ او پښتانه فعالان د حکومت دا تورونه ردوي. نور حال په دې ویډيويي راپور کې.

XS
SM
MD
LG