د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروتو کې پر تاڼه برید شوی دی


په تېرو وختونو کې په لکي مروتو کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.
په تېرو وختونو کې په لکي مروتو کې د ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې شوې دي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، وسلوالو د خیبر پښتونخوا د لکي مروتو پر غزنيخېلو تاڼه د راکټو او نورو وسلو برید کړی دی.

د لکي مروتو د پولیسو ویاند شاهد حمید د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته په وټس ایپ په استولي پیغام کې لیکلي چې پولیسو د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال تر برید وروسته ځوابي کاروايي وکړه او وسلوال یې په شا وتمبول.

دی زیاتوي چې په ډزو کې پولیسو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

حمید البته په پېښه کې وسلوالو ته هم د زیان اړولو په اړه څه نه دي ویلي او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په لکي مروتو کې امنیتي وضع له څه باندې یو کال راهیسې خرابه ده. د جنورۍ پر اتمه وسلوالو د هغې ضلعې له حسنخېلو څخه ۱۰ مزدوران وتښتول چې وروسته یو کس د ناروغۍ له وجې خوشې کړ. تر اوسه معلومه نه ده چې هغه مزدوران چا او ولې تښتولي دي.

له دې پرته د ۲۰۲۲ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې په لکي مروتو کې په حملو کې لسګونه پولیسو او ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د هغې ضلعې اوسېونکي له مودې راهیسې له ناامنۍ سر ټکوي او وايي، یو پلو وسلوال هلته فعالیتونه کوي او له بل لوري داسې ډلې هم موجودې دي چې په بېلابېلو جرمونو یې د خلکو ژوند او مال ته ګواښ پېښ کړی دی. د لکي مروتو اوسېدونکو څو ځلې د ناامنۍ پرضد مظاهرې کړې دي.

خو ضلعي پولیس وايي چې هلته امنیت د پخوا پرتله ښه شوی دی او زیاتوي چې د ولس په مرسته یې د وسلوالو او جرم کوونکو ډلو پرضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په سیمه کې امنیت ته ژمن دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG