د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د ۲ قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر نښته شوې ده


په شمالي وزیرستان د ځینو سیمو ولسونه له یو بل سره د ځمکو لانجې لري ـ انځور له ارشیفه.
په شمالي وزیرستان د ځینو سیمو ولسونه له یو بل سره د ځمکو لانجې لري ـ انځور له ارشیفه.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د اېپي او مده خېلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر سر نښته شوې ده.

د سیمې خلک وایي د جنورۍ پر ۲۱مه د دواړه خواوو د یو بل پر وړاندې سپکې او درنې وسلې وکارولې.

د میرلي اوسېدونکي او سیاسي فعال عادل داوړ مشال راډیو ته وویل چې هلته وخت پر وخت د ځمکو لانجو پر سر شخړې کېږي. "دا لانجه د اووه کلونو راهسې روان ده. خلک پکې مورچو ته خېژي او پر یو بل د درنو وسلو ډزې کوي."

داوړ وویل، حکومت تر اوسه د هغې لانجې په حل کې پاتې راغلی دی او زیاته یې کړه چې که چارواکي وغواړي، نو دا ډول مسلې ژر هوارولای شي.

د شمالي وزیرستان د میرلی تحصیلدار غني الرحمان وزیر مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ له ۲۱مې راهیسې یې متحاربو ډلو ته څو ځلې د مشرانو جرګې استولې دي او پولیس هم هڅه کوي چې دواړه لوري له مورچو کوز کړي.

د سیمې اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په تازه نښته کې د مرګژوبلې اطلاع نه شته.

په شمالي وزیرستان کې عیدک بوراخېل، خدي مچي خېل، مچي خېل مبارک شاهي، مدخوزي دته خېل، اېپي مده خېل او نورو ولسونو ترمینځ د ځمکو شخړی دي. په ځینې وختونو کې هغه لانجې د تاوتریخوالي او مرګژوبلې لامل کېږي.

له دې پرته په میرامشا کې د درپه خېل او تبي قبیلو ترمینځ له کلونو راهیسې د ځمکې پر سر شخړه روانه ده. پر دې برسېره په شمالي وزیرستان کې د ځمکو د حدونو پر سر هم یوشمېر لانجې دي چې ورڅخه یې یوه په غلام خان، بله یې په میرامشا ډانډې کې ده او همداراز، په میرلي کې هم د ولسونو ترمينځ د ځمکو د پولو پر سر لانجه ده چې له وجې یې په تېرو کلونو کې نښتې هم شوې دي.

د دې ترڅنګ، د جنوبي وزیرستان مسید هم د شمالي وزیرستان له وزیرو سره په رزمک کې د ځمکې لانجه لري.

د شمالي او جنوبي وزیرستانونو انتظامیو په بیا بیا ویلي دي چې د ځمکو د لانجو د هواري هڅې کوي او په دې لړ کې ځینې قضیې په عدالتونو کې هم دي.

له دې پرته د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا نړیوالې ادارې (یو اېس اې ای ډي) د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره د هغې صوبې له حکومت سره موافقه لاسلیک کړه.

یو اېس اې ای ډي د هغې موافقې له مخې په قبایلي ضلعو کې د ځمکو د رېکارډ رسمي کولو په لړ کې د حکومت سره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG