د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین ادعا کړې چې د روسیې ۱۱ ډرون الوتکې یې ویشتلې دي


په خارکیف کې د روسیې ډرون برید وروسته خلک د پېښې په ځای کې ولاړ دي ـ د جنورۍ ۳۰مې انځور.
په خارکیف کې د روسیې ډرون برید وروسته خلک د پېښې په ځای کې ولاړ دي ـ د جنورۍ ۳۰مې انځور.

د اوکراين پوځ وايي چې د روسیې ۱۱ بې پیلوټه الوتکې یې ویشتلي دي.

هغه پوځ په یو بیان کې ویلي دي چې دفاعي نظام یې د فبرورۍ پر دوېیمه سهار وختي په دنیپروپېتروفسک، خېرسون، کیروفوهراد او خارکیف سیمو کې پر مهمو بنسټیزو تاسیساتو د برید لپاره روسیې ۲۴بې پیلوټه الوتکې الوځولې وې.

سیمه ییزو چارواکو وویل چې تر بریدونو وروسته، د نیپروپیتروسک په کریوی ریه سیمه کې له ۴۰ زرو څخه ډېر خلک له برېښنا څخه بې برخې شوي دي او شاوخوا ۱۰۰ کان کیندونکي د برېښنا د نشتوالي له امله په موقتي توګه په دوو کانونو کې بند پاتې شوي ول.

چارواکو د تفصیل له ورکولو پرته ویلي چې ځینې کان کيندونکي یې وروسته له کانونو ایستلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG