د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کوټې د پاکستان نورو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ بحال شوی دی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د بلوچستان حکومت وايي، د بلوچستان نه د ملک نورو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ د فبرورۍ له درېیمې نېټې څخه یو وار بیا پیل شوی دی.

په مچ کې د جنورۍ د ۲۹مې او ۳۰مې نېټې په منځنۍ شپه د وسله والو لخوا د ښار په بیلا بېلو سیمو له نږدې غرونو لږ تر لږه ۱۵ توغندي لګېدلي وو. تر هغې وروسته د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نخښتې هم شوې وې. د همدې جګړې له وجې د بلوچستان له مرکز کوټې نه د ملک نورو برخو ته د اورګاډو تګ راتګ ځنډېدلی وو چې اوس یو وارې بیا د حکومتي چارواکو په وینا بحال کړل شوی دی. له کوټې د ملک نورو برخو ته ورغلې د اورګاډي لاره په مچ باندې تېرېږي.

په کوټه کې د پاکستان د اورګاډو د ادارې چارواکو د فبرورۍ په درېیمه مشال راډیو ته وویل، په همدې ورځ جعفر ایکسپریس له کوټې پېښور ته روان شوی دی. دوی وايي، د فبرورۍ په پنځمه به بولان مېل ایکسپریس کراچۍ ته روان شي او له سیوۍ هرنايي اورګاډي وار له مخې تګ راتګ پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ په تېرو څو ورځو کې په بلوچستان کې د ۲۴ وسلوالو د وژلو ادعا کړې. د پاکستان د پوځ د عامه خبرتیا د ادارې ايي اېس پي ار په وینا په ځوابي برید کې په وژلو شویو کې درې ځانمرګي بریدګر هم شامل دي. بيان زياتوي چې دا عمليات د بلوچستان په مچ او کولپور سیمو کې د وسلوالو لخوا د بريدونو په ځواب کې پيل شوي وو چې پای ته ورسېدل.

بلوچ لیبرېشن ارمي بیا ادعا کړې وه چې د پاکستان د پوځ له ۶۰ زیات امنیتي سرتېري یې وژلي دي.

خو د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزیر جات اڅکزي او د پوځ د عامه اړیکو دفتر بیا د بلوچ لیبرېشن ارمي لخوا ښودل شوې شمېره غلطه بولي او وايي، په دغه جګړه کې څلور پوځیان وژل شوي دي.

خو خپلواکو سرچینو د پوځ او د بلوڅو بیلتون پالو د ادعا پخلی نه دی کړی.

د بولان ضلعې مچ د بلوچستان په هغه سیمو کي شمارل کیږي چي له تېرو څه باندې دوو لسیزو راهسې پکې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وخت پر وخت بریدونه کېږي.

په دې بریدونو کې د زیاتره هغو زمه واري بلوڅ وسله والې ډلې مني. دا هغه ډلې دي چې له پاکستانه د جدا کېدو لپاره جګړه کوي او د پاکستان حکومت دوی ته ترهګر وايي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG