د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېن ډي اېم وايي پر محسن داوړ او ملګرو یې د ډزو په تړاو د لوړپوړو چارواکو ضد مقدمې دایروي


د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په پاکستان کې په روغتون کې بستر دی - د فبرورۍ ۱۳مې انځور.
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په پاکستان کې په روغتون کې بستر دی - د فبرورۍ ۱۳مې انځور.

ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) وايي، پر خپل مشر محسن داوړ او نورو ملګرو د امنیتي ځواکونو د ډزو پېښې په تړاو د لوړپوړو چارواکو پرضد مقدمې دایروي.

د هغه ګوند د خیبر پښتونخوا څانګې سېکرټر ندیم عسکر د فبرورۍ پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر، انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) او د امنیتي ادارو پرضد مقدمې دایروي.

ملي جمهوري غورځنګ وايي چې د فبرورۍ پر ۱۰مه امنیتي سرتېرو پر داوړ او د غورځنګ پر نورو مخکښه غړو ډزې وکړې چې پکې د نوموړي په ګډون ۱۵ تنه ژوبل او درې تنه ووژل شول.

د اېن ډي اېم یو مخکښ رحیم داوړ تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې داوړ او نورو غړو غوښتل چې د شمالي وزيرستان د ضلعي انتخاباتي افسر دفتر ته، چې د چاوڼۍ دننه دی، ورشي او ورڅخه د قامي اسمبلۍ د ۴۰مې حلقې د ټاکنو د پایلو اعلانولو غوښتنه وکړي خو سرتېرو ورته د ورتګ اجازه ور نه کړه.

دی وايي، د ملي جمهوري غورځنګ غړو او پلویانو د دې په غبرګون کې احتجاجي غونډه پیل کړه او داوړ چې کله ورته وینا کوله نو هلته موجودو "سرتېرو" ورباندې "ناتاره ډزې" وکړې چې پکې یې درې ملګري شېر ایوب وزیر، وهاب داوړ او واصف داوړ ووژل او د داوړ په ګډون ۱۵ تنه ژوبل شول.

د انتخاباتي کمېشن چارواکو د اېن ډي اېم د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو د هغه تر ژوبلېدو وروسته د شمالي وزيرستان ريټرنېنګ افسر قيصر خان کونډي د قامي اسمبلۍ پر څوکۍ د جمعيت علمای اسلام (ف) د نوماند مصباح الدين د بريا خبرپاڼه خپره کړه.

کمېشن دریځ لري چې په هېواد کې انتخاباتي بهیر پوره شفاف او عادلانه وو او که څوک ورباندې اعتراض لري نو عدالت ته دې ولاړ شي.

د پاکستان پوځ، پولیسو او د شمالي وزیرستان انتظامیې هم لا د اېن ډي اېم پر مخکښه مشرانو او غړو د ډزو پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو نګران وزیراعظم او ځینو امنیتي سرچینو تور پورې کړی دی چې په پېښه کې ځینو پولیسو ته هم مرګژوبله اوښتې وه.

البته د شمالي وزيرستان په درپه خېلو کې یو پولیس چارواکي سید جلال د فبرورۍ پر ۱۳مه د اېن ډي اېم احتجاجي غونډې ته په وینا کې وویل چې په هغه پېښه کې دپولیسو هېڅ سرتېري ته مرګژوبله نه وه اوښتې.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ د فبرورۍ پر ۱۲مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې ادعا وکړه چې د محسن داوړ له ملګرو سره د مظاهرې پر وخت وسلې وې. هغه وويل چې د هغوی او امنيتي ځواکونو ترمینځ ډزې شوې دي چې پکې مرګژوبله شوې ده. البته نوموړي د دې ادعا لپاره کوم ثبوت وړاندې نه کړ.

په شمالي وزیرستان کې د اېن ډي اېم غړي او پلویان پر محسن داوړ د ډزو ضد مظاهره کوي - د فبرورۍ ۱۳مې انځور.
په شمالي وزیرستان کې د اېن ډي اېم غړي او پلویان پر محسن داوړ د ډزو ضد مظاهره کوي - د فبرورۍ ۱۳مې انځور.

اخوا ملي جمهوري غورځنګ وروسته په یو بیان کې د نګران وزیراعظم دعوې "بې اساسه او درواغ" وبللې.

هغه ګوند د فبرورۍ پر ۱۲مه په بیان کې ویلي دي چې غړي او پلویان یې بې وسلې ول او سوله ییز احتجاج یې کاوه.

بیان وايي، د هغه احتجاج او پېښې ویډیوګانې موجودې دي چې ورڅخه ښکاري چې د سرحدي ځواک سرتېرو دزې وکړې.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د هغو ویډیوګانو، د وزیراعظم او ملي جمهوري غورځنګ د دعوو تصدیق نه شي کولای.

اېن ډي اېم او پلویانو یې له هغې پېښې راهیسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې مظاهرې کړې دي او د فبرورۍ پر ۱۳مه یې په شمالي وزیرستان کې عمومي لارې او دوکانونه تړلي ول.

محسن داوړ د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر پالیسيو د نيوکو لپاره پېژندل کېږي او په دې ترڅ کې یې څه موده په زندان کې هم تېره کړې ده.

نوموړی په ۲۰۱۸ز کال کې له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.

XS
SM
MD
LG