د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملي جمهوري غورځنګ په شمالي وزیرستان کې د بیا ټاکنو غوښتنه کړې ده


د ملي جمهوري غورځنګ غړي د فبرورۍ پر ۱۶مه د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې احتجاج کوي.
د ملي جمهوري غورځنګ غړي د فبرورۍ پر ۱۶مه د شمالي وزيرستان په ميرامشا کې احتجاج کوي.

ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) په شمالي وزیرستان کې د قامي اسمبلۍ پر یوه او د صوبایي اسمبلۍ په دوو څوکیو له نوي سره د انتخاباتو غوښتنه کړې ده.

د ګوند چارواکو مشال راډیو ته وویل چې مشر یې محسن داوړ د فبرورۍ پر ۱۶مه انتخاباتي کمېشن ته درخواست ورکړی دی چې د قامي اسمبلۍ پر ۴۰مه حلقه دې بیا انتخابات وشي. دا راز هلته پر دوه صوبایي حلقو پي کی ۱۰۳ او ۱۰۴ باندې د بیا انتخاباتو درخواست د فبرورۍ پر ۱۹مه انتخاباتي کمېشن ته سپاري.

داوړ په درخواست کې ویلي دي چې د انتخاباتو په مهال هلته د رایو پر څو مرکزونو وسلوالو بریدونه کړي ول او د انتخاباتو په نتیجو کې درغلي شوې ده.

د پاکستان د نورو برخو په څېر د فبرورۍ پر اتمه په شمالي وزیرستان کې هم انتخابات شوي دي او انتخاباتي کمېشن د غیر حتمي نتیجو له مخې، په شمالي وزیرستان کې د قامي اسمبلۍ پر ۴۰مه حلقه د جمعیت علمای اسلام سیاستوال مصباح الدین بريالی شوی دی، خو محسن داوړ او پلویان یې دا نتیجه نه مني او تور پورې کوي چې د شپې د هغې حلقې نتیجه بدله شوې ده.
د اېن ډي اېم يو مخکښ اسماعیل مسود د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې د ګوند پر مشر او پلویانو یې ډزې شوي او په انتخاباتو کې ټګي ورسره شوې ده.

هغه وویل "د انتخاباتو د کيمپېن پر مهال یې هم د ګوند پر پلویانو بریدونه کېدل، د انتخاباتو پر ورځ هم د رایو پر ځینو مرکزونو وسلوالو بریدونه وکړل، د رایو صندوقونو ته اورونه واچول شول او د نتیجو په وخت کې هم د ګوند پر مشر او پلویانو برید وشو چې مرګژوبله یې واړوله."

ملي جمهوري غورځنګ وايي چې محسن داوړ او ملګرو یې د فبرورۍ پر ۱۰مه د قامي اسمبلۍ د څوکۍ انتخاباتو د نتیجو بدلولو پرضد احتجاج کاوه چې امنیتي سرتېرو ورباندې ډزې وکړې.

ګوند وايي چې په پېښه کې یې درې غړي ووژل شول او د داوړ په ګډون ۱۵ تنه ژوبل شول.

د شمالي وزیرستان انتظامیې او امنیتي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ تر پېښې دوه ورځې وروسته دعوه وکړه چې داوړ او ملګري یې له وسلو سره په میرامشا کې د انتخاباتي افسر دفتر ته داخلېدل چې له سرتېرو سره یې نښته وشوه.

البته د شمالي وزيرستان په درپه خېلو کې یو پولیس چارواکي سید جلال د فبرورۍ پر ۱۳مه د اېن ډي اېم احتجاجي غونډې ته په وینا کې وویل چې په هغه پېښه کې د پولیسو هېڅ سرتېري ته مرګژوبله نه وه اوښتې.

د غورځنګ د خیبر پښتونخوا ویاند جمال داوړ مشال راډیو ته وویل چې ولس د هغوی د ګوند نوماندانو ته رايې ورکړې دي او ساتنه یې پر دوی فرض ده. هغه وویل چې تر څو ورسره انصاف نه وي شوی، تر هغې به احتجاج ته دوام ورکوي.

اېن ډي اېم انتخاباتي کمېشن ته په ورکړل شوي درخواست کې دریځ خپل کړی دی چې د انتخاباتو پر ورځ د رایو په ۱۴مرکزونو کې د رایو اچونې پاڼې وسلوالو لوټلې وې او په ځینو سیمو کې د رایو صندوقونه سوځول شوي ول او په هغو مرکزونو کې تر انتخاباتو وروسته د رایو شمېرولو په ۴۵ فارم کې د اچول شویو رایو شمېر صفر ښوول شوی وو.
بل خوا انتخاباتي کمېشن دریځ لري چې انتخابات یې کره او شفاف کړي دي او که څوک شکایت لري نو هغې ادارې او یا هم عدالت ته دې د ثبوتونو سره لاړ شي.

XS
SM
MD
LG