د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انګور اډې پرلتوال وايي حکومت یې لا هم غوښتنې نه دې منلي


په انګور اډه کې د پاکستان د حکومت کمرګ دفتر ـ د فبرورۍ درېمې انځور.
په انګور اډه کې د پاکستان د حکومت کمرګ دفتر ـ د فبرورۍ درېمې انځور.

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې احتجاج کوونکي وايي چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له ۱۲مې راهیسې یې پرلت وهلی دی خو حکومت یې لا هم غوښتنې نه دې منلي.

د احتجاجي پرلت یو مشر جنت میر ثاقب د فبرورۍ پر ۱۶مه مشال راډیو ته وویل چې په انګور اډه کې د پاکستانيو چارواکو لخوا افغانستان ته په تګ راتګ کې د سختیو خلاف په احتجاج دي او په هم دغه لړ کې یې د فبرورۍ اتمې له عامو انتخاباتو څخه هم پرېکون کړی وو.

هغه وویل "۱۰۸ورځې وشوې چې موږ په احتجاج یو، موږ له افغانستان سره په تګ راتګ کې پاسپورټ او وېزه نه منو. باید د انګور اډې پر سرحدي پوله په تګ راتګ کې اساني وشي، په نورو غوښتنو کې مو امنیت، د سیمې د اوسېدونکو لپاره د تعلیم او صحت سهولتونو ورکول، د انټرنېټ او موبایل ټېلېفون شبکې بحالول او پاخه سړکونه جوړول شامل دي."

د انګور اډې احتجاج کونکي د فبرورۍ پر دریمه د احتجاج په مهال
د انګور اډې احتجاج کونکي د فبرورۍ پر دریمه د احتجاج په مهال

دا احتجاج له هغې وروسته پیل شو چې پاکستاني حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې اعلان وکړ چې د همهغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کوي.

د جنوبي‌ وزیرستان انتظامي چارواکو په وار وار مشال راډیو ته ویلي چې د پرلتوالو د غوښتنو پوره کولو هڅه کوي خو د احتجاجیانو په خبره، لا یې هم غوښتنې نه دي منل شوې.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ یوشمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان له پکتيکا ولایت سره تړي.

د انګور اډې ترڅنګ په چمن کې هم د اکتوبر له ۲۱مې راهسې په ګڼ خلک د دې لپاره پر پرلت ناست دي‌ چې پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي او ورته دې د پخوا په څېر په شناختي کارډ، تذکرو یا په کومه بله اجازتنامه (پرمټ) د سفر اجازه ورکړي.

هغه احتجاجونه تر هغې وروسته پیل شول چې پاکستاني حکومت په اکتوبر کې اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ راهیسې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزو لرل لازمي کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG