د لاسرسي ځای

تازه خبر

رېچرډ بېنېټ: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم خراب شوی دی


رېچرډ بېنېټ د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی ـ انځور له ارشیفه.
رېچرډ بېنېټ د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی ـ انځور له ارشیفه.

د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی رېچرډ بېنېټ وايي، په هغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ښه شوی نه دی او طالبانو د بشري حقونو سرغړونو ته دوام ورکړی دی.

بېنېټ د فبرورۍ پر ۲۹مه په جېنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۵مې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا نور خراب شوی دی.

هغه وویل، دا مهمه ده چې له طالبانو د هغوی د اقداماتو او تګلارو (پالیسیو) په اړه ځواب وغوښتل شي. نوموړي په خپل راپور کې د افغان نجونو او ښځو پر ځورولو او هغوی له بنیادی حقونو څخه د محرومولو ذکر هم وکړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر ۲۹مه د بېنېټ د څرګندونو په غبرګون کې پر اېکس ولیکل چې په افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع ناوړه استفاده کېږي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم او کار بندیزونه او محدوديتونو لګولې دي.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زدکړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.

د بېنېټ تر دې څرګندونو مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فبرورۍ پر۲۶مه پر طالبانو د نجونو او ښځو پرضد د "ځپونکو اقداماتو" درولو غږ کړی وو. پر هم هغه ورځ ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت له ‌خوا په عام محضر کې اعدامونه "بوږنوونکي" وبلل.

د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د اعدام سزا په اړه اندېښنې ښوولې دي او دا یې د نړیوالو بشري حقونو پر ضد بللي دي.

XS
SM
MD
LG