د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو پر محسن داوړ او ملګرو یې مقدمه دایر کړې ده


اېن ډي اېم په انتخاباتو کې د ټګي او د ګوند پر مشر او ملګرو د ډزو ضد تر څو ورځو احتجاجونه وکړل ـ
اېن ډي اېم په انتخاباتو کې د ټګي او د ګوند پر مشر او ملګرو د ډزو ضد تر څو ورځو احتجاجونه وکړل ـ

ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) وايي چې د شمالي وزیرستان پولیسو یې پر مشر محسن داوړ او ځینو نورو ملګرو د فبرورۍ ۱۰مې د ډزو په تړاو رپورټ دایر کړی دی.

اېن ډي اېم وايي، امنیتي سرتېرو پر هغه ورځ د محسن داوړ په مشرۍ د انتخاباتي نتیجو بدلولو پرضد پر احتجاجیانو ډزې کړې وې چې پکې څلور تنه ووژل او د داوړ په ګډون ۱۴ ژوبل شول.

امنیتي ځواکونو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان پخواني لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د فبرورۍ پر ۱۲مه ویلي ول چې مظاهرچیان له وسلو سره په میرامشا کې د انتخاباتي افسر دفتر ته داخلېدل چې له سرتېرو سره یې نښته وشوه.

اېن ډي اېم تر پېښې وروسته د امنیتي او انتظامي چارواکو پرضد د مقدمې دایرولو اعلان وکړ.

د هغه ګوند ویاند جمال داوړ د مارچ پر اوومه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د چارواکو پر ځای د محسن داوړ او ځینو نورو کسانو پرضد رپورټ درج کړی دی.

هغه وویل "موږ غوښتل چې له پولیسو سره تماس ونیسو او [ابتدايي معلوماتي رپورټ] یا اېف ای ار چې کومو کسانو باندې غواړو، درج یې کړو. خو هغوی (پولیس) دې ته تیار نه ول، نو موږ هڅه وکړه چې د عدالت په ذریعه دا کار وکړو. [عدالت چې] له پولیسو [سپیناوی] غوښتی نو هغوی ورته ویلي دي چې موږ خو د ملي جمهوري غورځنګ پر مشر او په نورو څو ملګرو اېف ای ار درج کړی دی."

مشال راډیو په دې اړه د شمالي وزیرستان د پولیسو له مشر سره په رابطې و نه توانېده خو یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي تایید کړه چې د محسن داوړ او د اېن ډي اېم ځینو غړو پرضد مقدمه دایره شوې ده.

د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې د اېن ډي اېم مشر محسن داوړ له شمالي وزیرستانه کاندید وو. د هغې ضلعې د انتخاباتو نتیجې د فبرورۍ تر ۱۰ ځنډېدلې وې چې پر ضد یې هغې ګوند د پوځي چاوڼې مخې ته احتجاج پیل کړی وو چې ډزې پرې وشوې.

تر پېښې وروسته د شمالي وزیرستان ریټرننګ افسر قیصر کنډي د قامۍ اسمبلۍ پرهغې څوکۍ د جمعیت علمای اسلام (ف) نوماند مصباح الدین او د صوبایي اسمبلۍ پر څوکیو د تحریک انصاف ملاتړ لرونکي ازاد کاندیدان اقبال وزیر او نیک محمد کامیاب اعلان کړل خو ملي جمهوري غورځنګ وایي چې دغه نتیجې نه مني.

محسن داوړ تر ژوبلېدو وروسته په لومړي ویډیويي پیغام کې د پاکستان له چیف جسټس (قاضي القضات) څخه غوښتنه کړې وه چې په شمالي وزیرستان کې پر هغه او ملګرو دې یې د ډزو د پېښې په اړه له خپل لوري اقدام (سو موټو نوټس) وکړي.

ځینې ګوندونو او مشرانو او دا راز د پاکستان لپاره د بشري حقونو کمېشن پر محسن داوړ او د هغه پر ملګرو پر ډزو اندېښنه ښوولې وه او د پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې وه.

اېن ډي اېم وایي چې مشر یې محسن داوړ د فبرورۍ پر ۱۶مه انتخاباتي کمېشن ته درخواست ورکړی دی چې د قامي اسمبلۍ پر ۴۰مه حلقه او د صوبایي اسمبلۍ پر ۱۰۳ او ۱۰۴ وسلوالو د انتخاباتو پر مرکزونو بریدونو کړي او وروسته نتیجې بدلې شوي دي نو ځکه دې هلته بیا انتخابات وشي.

په شمالي وزیرستان کې د کمېشن څانګې لا د دې تورونو په اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن په ټاکنو د درغلیو تورونه ردوي او وايي چې انتخاباتي بهیر روڼ او منصفانه وو.

XS
SM
MD
LG