د پښتونخوا زده کوونکو سازمان د تعلیم په اړه د پوهاوي کمپین پیل کړی دی
د پښتونخوا زده کوونکو سازمان د کوټې په ګډون د بلوچستان په ګڼو پښتون مېشتو سیمو کې د تعلیم په اړه د شعور پیدا کولو په موخه لاریونونه کړي دي. په لاریونونو کې ګڼو ماشومانو هم برخه لرله. د بلوچستان په یخو سیمو کې تعلیمي کال د مارچ له میاشتې پیلېږي. په هغې صوبه کې تر ۱۵،۰۰۰ سرکاري سکولونه دي او څه باندې شپږ زره هلکان او څه باندې څلور لکه نجونه پکې زده کړې کوي. دا راز د صوبې څه باندې ۱۰ لکه ماشومان له سکولونو بهر دي. ویډیویي راپور.