د لاسرسي ځای

تازه خبر

د میرامشاه بازاردکانداران وايي، که د معاوضو ویش پیل نه شو نو د غلام خان لار تړو


د شمالي وزیرستان د میرامشاه بازاردکانداران له ۲۰۱۹م کاله د خپل حق لپاره احتجاجونه کوي.
د شمالي وزیرستان د میرامشاه بازاردکانداران له ۲۰۱۹م کاله د خپل حق لپاره احتجاجونه کوي.

د شمالي وزیرستان د میرامشاه بازاردکاندارانو او د ځمکې مالکانو ویلي، که حکومت د معاوضو چیکونو ویش پیل نه کړ، نو د غلام خان پر بندر به ټرانزټ تجارت وتړي.

د متاثره دوکاندارانو د کمیټۍ مشرانو د مارچ پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې دوی بیا د دې لپاره د مرستیال کمشنر د دفتر مخې ته را غونډ شوي چې نور دې ورباندې وخت نه تیروي.

د کمیټۍ مشر انور حسن وویل، دوی پوښتنه کوي چې د بازار ړنګولو لپاره یې هم دومره تصدیقونه کړي ول او له دوي یې پوښتلي ول لکه څنګه چې یې نن د معاوضې ورکولو لپاره کوي؟

ده وویل، " موږ خو ډک بازار د حکومت په اسره پرېښی وو خو دوی ټول بازار په توپو لوټې لوټې کړ او اوس له کلونو راهیسې تاوان هم نه راکوي."

نوموړي زیاته کړه چې دوی پر حکومت غږ کوي چې زر تر زره د چیونو وېش پیل کړي او که داسې ونه کړي نو بیا به د ده په وینا، د هر تاوان زمه واري چارواکي وي.


دې دوکاندارانو د مارچ پر ۲۱مه هم د میرامشاه په پریس کلب کې د خبري غونډې پرمهال له حکومته غوښتنه کړې وه چې نور دې د معاوضو ورکړه پیل کړي‌ او دوی دې نه ځوروي.

د تاجرانو په وینا د میرامشاه په بازار کې د پاکستاني پوځ د ضرب عضب عملیاتو پرمهال څه باندې ۶ زره دوکانونه له ځمکې سره سم شوي ول.

دوی وايي، تېر حکومت په بجټ کې ورته یو نیم ارب روپۍ جاري کړې وې خو د دوی په وینا، انتظامیه، پوځ او نورې اړوند ادارو د تصدیق او نورو پلمو په کلونه تیر کړل او دوی ته منظورې شوې پیسې نه ورکوي.

د میرامشاه بازار د دوکاندارانو اتحادیې مشر ثناالله وویل چې که د تاوان چیکونه ورنکړل شو نو دوی به مجبور وي چې اختر پر سړکونو تېر کړي.

د وسله والو پرضد د پوځ په ضرب عضب عملیاتو کې د میرامشاه، میرعلي او دته خېلو بازارونه په مکمله توګه له ځمکې سره سم شوي ول او حکومت ژمنه کړې وه چې اغېزمنو خلکو ته به تاوان ورکوي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر منظور اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د دوکاندارانو د ستونزو ورته احساس دی او د ده په وینا، په وار وار یې له اړوندو ادارو غوښتنه کړې ده چې د دوکاندارانو د مرستې پیسې جاري کړي.

ده وویل چې د بازار څه کم ۳۰۰۰ متاثره دوکاندرانو ته معاوضې رسیدلې دي او د پاتې کسانو د معاوضو پیسې لا هم دوي ته نه دي رسېدلي. دوی وویل هڅه کوي چې د اغېزمنو دوکاندارانو د معاوضې ورکړه ژر پیل شي.

خو دوکاندران وايي چې انتظامې او پوځ له څو کلونوپه بیا بیا د تصدیق او کمیټو جوړولو په نوم ځورولي‌ دي، کاروبارونه یې په ټپه ولاړ دي خو د وران کړي جایداد تاوان لا نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG