د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ورکز فاونډیشن :په پاکستان کې ۹۵ سلنه خلک مزدورکاره دي


پاکستان ورکز فاونډیشن :په پاکستان کې ۹۵ سلنه خلک مزدورکاره دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

د مې لومړۍ نېټه چې په نړۍ کې د کارګرو د نړیوالې ورځې په توګه یادېږي، په پاکستان کې هم د مزدورانو د حقونو لپاره د کارکوونکیو ځینو ادارو او ټولنو لخوا لمانځل کېږي. د پاکستان ورکرز فېډریشن په نوم د مزدورانو د حقونو لپاره کارکونکې ناحکومتي اتحادیې د شمېرو له مخې په پاکستان کې ۹۵ سلنه خلک مزدورکاره دي. یاده اتحادیه وایي چې پاکستاني مزدوران د سکرو په درنګونو، د خښتو په بټیو، په سمندر کې د کب نیولو او په ښارونو کې د ورځ مزدورۍ (دیاړۍ) پر مهال ډېر سخت کارونه کوي. په پاکستان کې ډېری مزدوران خپلو کورنیو ته د ډوډۍ ګټلو لپاره مجبوره دي چې په سختو شرایطو کې هم کار وکړي. د بلوچستان په پښین کې د تمباکو په بټیو کې کارکوونکي مزدوران هم په ورته شرایطو کې کار کوي او ډېری یې ناروغه شوي هم دي. نور حال د مشال راډیو په دې ویډيويي راپور کې:

XS
SM
MD
LG