د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اتمانزیو مشران وايي، حکومت دې هلته د بجلۍ کمی په یوه اوونۍ کې پوره کړي


د شمالي وزیرستان خلک وایي په شپه او ورځ یې ورته یوازې دوه ساعته برېښنا ورکول کېږي ـ انځور له ارشیفه.
د شمالي وزیرستان خلک وایي په شپه او ورځ یې ورته یوازې دوه ساعته برېښنا ورکول کېږي ـ انځور له ارشیفه.

د شمالي وزیرستان د اتمانزیو مشرانو ویلي دي چې که انتظامیې په یوه اوونۍ کې د بجلۍ پارچاو یا لوډشېډېنګ دورانیه کمه نه کړه نو په احتجاج به لاس پورې کړي.

دوی د مې پر دویمه په میرامشا کې له انتظامي چارواکو سره تر لیدو وروسته مشال راډیو ته وویل چې پخوا به یې په ۲۴ ساعتونو کې شپږ ساعته برېښنا لرله چې د بجلۍ وېش ادارې ورو، ورو کموله او اوس یوازې دوه ګېنټې بجلي لري چې ورباندې یې ضرورت نه پوره کېږي.

د جرګې یو مشر ملک حبیب الله خان وویل چې دوه ساعته برېښنا یې اړتیا نه پوره کوي نو ځکه مجبوره دي چې په احتجاج لاس پورې کړي.

هغه وویل " ټول وزیرستان قبیلې مشران ځوانان جمع ول، موږ د اسسټنټ کمشنر سره جرګه وکړه، هغوی مو خبر کړل. دوی (د برېښنا د رسد اداره) په ۲۴ ساعته کې یوازې ۲ ساعته په نمبر بجلي ورکوي. په دې هیڅ نه کېږي."

قبایلي ضلعې په ۲۰۱۸ز کال کې په ایین کې د ترمیم له لارې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. تر هغې وروسته د قبایلي ضلعو د خلکو او د بجلۍ د رسد ادارې ترمینځ لانجې زیاتې شوي دي.

د هغو سیمو اوسېدونکي وايي، حکومت ورته پخوا د یوه ټاکلي بېل یا پیسو په بدل کې په ۲۴ ساعتونو کې اته ګېنټې بجلي ورکوله. دوی د بجلۍ لوډ شیډنګ پر ضد وخت په وخت احتجاجونه هم کړي دي.

قبایلي ضلعو ته د بجلۍ د رسد ادارې چارواکي وایي، خلکو ته په ارزانه بیه د برېښنا ورکولو په سر ورته وفاقي حکومت پیسې ورکوي خو چې هغه ختمې شي نو دوی مجبور وي چې د برېښنا ورکړه کمه کړي.

خو د اتمانزیو جرګې مشرانو وویل چې له انتظامیې څخه یې د ورځې شپږ ساعته بجلي غوښتې او د دې لپاره یې ورته د مې تر نهمې پورې وخت ورکړی دی.

د میرامشا انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) خالد عمران د مې پر دویمه مشال راډیو ته وویل چې د قبایلي ضلعو ولس بېلونه نه پرې کوي نو ځکه ورته د بجلۍ د وېش اداره کمه برېښنا ورکوي.

ده البته زیاته کړه چې پر دې موضوع له اړوندو ادارو سره په رابطه کې دی او هڅه کوي چې د وزیرستان اوسېدونکي د خپلو اساسي اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي بجلي ولري.

XS
SM
MD
LG