د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال عاصم منیر وايي، دوی په خپلو اییني حدودو ښه خبر دي


Pakistan Iran
Pakistan Iran

د پوځ مشرجنرال عاصم منیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مې پر دریمه نېټه په نړۍ کې د بیان د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي. د تېر په څېر دا ځل هم په پاکستان کې د بیان ازادۍ لپاره مبارزه کوونکي لا هم اندېښن دي چې د ملک په رسنیو، سیاست او جمهوریت کې د اسټبلشمنټ له خوا لاسوهنه روانه ده.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر وايي دوي په خپلو اییني حدودو ښه خبر دي او په ایین کې د رایې د اظهار ترڅنګ ځیني حدود هم مقرر شوي دي.

عاصم منیر دا خبره د مې په دوېمه نېټه د خیبر پښتونخوا په ریسالپور کې د هوايي ځواکونو د فراغت دستورې ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي‌ وویل په ایین کې چې د رسنیو د ازادۍ په په ماده کې کوم حدود ټاکل شوي دي، هغه ته هم باید د رایې د اظهار پر وخت پام وشي.

جنرال عاصم منیر وویل، " د اسلامي جمهوریه پاکستان د ایین په ۱۹مه ماده کې د بیان د ازادۍ په اړه واضحه حدونه مقرر کړي دي، او د اظهار رایې په نوم دي د نورو پر ضد د نفرت راپارولو څخه ډډه وشي."

هغه پوځ ته په اشاره زیاته کړه چې دوی په خپل ایین ښه پوهېږي او له نورو هم د ده په وینا، هیله کوي چې په ایین ښه ځان پوهه کړي.

د پوځ مشرجنرال عاصم منیر دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مې پر دریمه نېټه په نړۍ کې د بیان د ازادۍ نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

خبریالان وايي پاکستان کې د بیان پر ازادۍ محدودیتونه لا زیات شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:16 0:00

د تېر په څېر دا ځل هم په پاکستان کې د بیان ازادۍ لپاره مبارزه کوونکي لا هم اندېښن دي چې د ملک په رسنیو، سیاست او جمهوریت کې د اسټبلشمنټ له خوا لاسوهنه روانه ده.

په پاکستان کې د اسټبلشمنټ ټکی د پوځ او جاسوسي ادارو لپاره کارول کېږي.

د بیان د ازادۍ لپاره د کارکوونکې ادارې - فریډم نیټ ورک - مشر اقبال خټک د پوځ د مشر د څرګندونو په اړه وايي، "تردې حده دا ښه خبره ده چې د پوځ مشر لږترلږه د بیان د ازادۍ په اړه د اییني مادې یادونه کړې ده، خو په پاکستان کې د رسنیو ، پارلمان او عدلیې د ازادۍ پر لور لا هم ډېر مزل پاتې دی."

په پاکستان کې له مودو راهیسې پر ریاستي ادارو او په ځانګړې توګه اسټبلشمنټ تورې پورې کېږي چې د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو او هغو خلکو غږ خاموشه کوي کوم چې پر دې ادارې نیوکې کوي.

په پېښور کې خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي په پاکستان کي پر رسنیو او د بیان پر ازادۍ رسمي نه بلکې غیر اعلانیه بندېزونه دي او دا هم د ده په وینا، د پوځي اسټبلشمنټ د ادارو لخوا لګول شوي دي.

د پاکستان پر حکومت او اسټبلشمنټ په دې وروستیو کې له دې کبله هم نیوکې زیاتې شوې دي چې هلته پر ایکس پاڼه، چې پخوانی نوم یې ټویټر وو، محدودیتونه لګول شوي دي.

په پاکستان کې سیاسي‌ او د بشري حقونو فعالان وايي، ملکي رسنۍ د امنیتي ادارو تر فشار لاندې دي نو ځکه دوی د خپل غږ پورته کولو لپاره له ټولنیزو رسنیو لکه ایکس او فیسبوک کار اخلي.

دوی وايي، حکومت او پوځ په څرګنده د بیان زاداۍ په حق کې خبرې کوي خو په حقیقت کې بیا حالت د دې برعکس دی.

د پښتون سټوډنټس فیډرېشن د سوشل میډیا کوارډينیټر امین الله خان کنډي مشال راډیو ته وویل، دوی چې کله په ملک کې له بشري حقونو د سرغړونو خلاف احتجاج کوي نو امنیتي ادارې رسنۍ دې ته نه پرېږدي چې د دې اتجاجونو په اړه رپورټونه جوړ کړي.

د امین الله کنډي په وینا، دا مسله په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې لا جدي ده او چې څوک په دې اړه غږ پورته کوي نو هغوی لادرکه کېږي.

د پاکستان پر امنیتي‌ ادارې دا تور هم دی چې پر دوی تنقید کوونکي په زور لادرکه کوي خو امنیتي ادارو داسې تورونه تل رد کړي او دا یې د ځان پرضد یو منفي تبلیغ بللی دی.

په پاکستان کې خبري رسنۍ او د هغوی کارکوونکي نه یوازې د اسټبلشمنټ تر فشار لاندې ګڼل کېږي بلکې د وسله والو له خوا هم ورباندې وخت ناوخته بریدونه کېږي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۲۱م کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یو قانون جوړ کړی وو چې ترمخه یې د هر سړي او ادارې لخوا د خبریالانو او رسنیو د کار کوونکو د هر ډول ځورونې او تشدد پرضد پکي د اقداماتو اخستلو نکتې شامې دي.

XS
SM
MD
LG