د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي بدخشان کې یې د پیدا شویو ستونزو څېړو لپاره پلاوی ټاکلی دی


ویډیوګانې ښيي چې د بدخشان یوشمېر برخو کې مظاهرچیان د طالبانو حکومت د خلکو پر وژنو او ځورونو تورنوي.
ویډیوګانې ښيي چې د بدخشان یوشمېر برخو کې مظاهرچیان د طالبانو حکومت د خلکو پر وژنو او ځورونو تورنوي.

د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان د شمال ختیز بدخشان ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې یې د حکومت پر ضد تر لاریونونو وروسته د "ستونزو" د څېړنې او هواري لپاره یو پلاوی ټاکلی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مې پر څلورمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې سرتېرو یې په پټیو کې د کوکنارو بوټي تلفول چې د سیمې ځینو خلکو ورسره جنجال کړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې د طالبانو حکومت "د ستونزو څېړنو" لپاره د لوی درستیز فصیح الدین فطرت په مشرۍ یو پلاوی ټاکلی دی.

د بیان له مخې، هغه پلاوی به د خپلو پلټنو او څېړنو راپور د حکومت مشر ته سپاري.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو ورځو کې د بدخشان له ځینو سیمو خپرې شوې وېډیوګانې ښيي چې سیمه ییز خلک د طالبانو ځواکونه پر خپلسرو کړنو، د ملکي خلکو پر وژنو، ځورونو او د هغوی کورونو ته پر ننوتو تورنوي او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG