د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب په خوشاب کې په ټرافیکي پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي دي


 د مې پر ۱۸مه ژغورونکي په مرستندویه کارونو کې بوخت دي.
د مې پر ۱۸مه ژغورونکي په مرستندویه کارونو کې بوخت دي.

د پنجاب صوبې په خوشاب ضلع کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د پنجاب د ژغورنې ادارې (ریسکیو ۱۱۲۲) ویاند فاروق احمد د مې پر ۱۸مه، مشال راډيو ته ويلي دي چې په پېښه کې ۱۲ کسان ژوبل شوي هم دي. نوموړی وايي دا حادثه وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې د پنج پير مناوان سړک سره نږدې د يوې مزدا لارۍ بریکونو کار پرېښود او واوښت.

اداره وايي وژل شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي چې د خېبرپښتونخوا له بنو څخه د مزدورۍ لپاره خوشاب ته روان ول. په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.

د پنجاب اعلا وزيرې مريم نواز د خوشاب په پېښه د خفګان څرګندونه کړې او انتظاميې ته يې هدايات جاري کړي چې په پېښه کې ژوبل کسانو ته بشپړ طبي مرستې ورسوي.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې اکثر د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

د مې پر درېیمه د پاکستان تر واک لاندې په ګلګت بلتستان کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰ زیات ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG