د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان کې جرګې له حکومته د امنيت د ټينګښت غوښتنه کړې ده


مخکې هم د ډېره اسماعیل خان خلکو له حکومته په سیمه کې د امن بحالولو غوښتنه کړې ده ـ پخوانی انځور.
مخکې هم د ډېره اسماعیل خان خلکو له حکومته په سیمه کې د امن بحالولو غوښتنه کړې ده ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان د درازیندې قبایلو جرګې پر حکومت غږ کړی چې د دوی په سیمه کې دې د امن پر ځای کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د مې پر ۱۰مه، د شوې جرګې یو مشر مولوي محمد اسلام مشال راډیو ته وویل چې دوی نور له بدامنۍ ډېر تنګ شوي دي. ده وویل، تر دې وړاندې یې هم په وار وار له حکومت څخه خواست کړی دی چې په سیمه کې دې امن بحال کړي.

په یاده سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر نظیر افغان مشال راډیو ته وویل، هلته وسلوال په ښکاره ګرځي خو امنیتي ادارې ورته څه نه وايي."زموږ د سیمې حالات ورځ تر بلې خطرناک شکل اخلي، دلته پوځ پروت دی او پولیس پراته دي خو دا خلک (وسلوال) په ښکاره راځي او موږ په وار وار له پولیسو، پوځ او انتظامیې سره جرګې کړې دي خو هغوی تر اوسه په دې اړه هیڅ نه دي کړي."

د درازیندې مرستیال کمېشنر عمر مختار مشال راډیو ته وویل چې پوځ او پولیسو په هغه سیمه کې د امن پر ځای ساتلو لپاره ګامونه پورته کړي دي.

خو د دې سیمې خلکو مشال راډیو ته وویل، که حکومت زرترزره هلته د امن لپاره جدي ګامونه پورته نه کړل نو دوی به په پراخ احتجاج لاس پورې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو او په ځانګړي ډول په جنوبي ضلعو کې، ناامني زیاته شوې ده.

د اپرېل پر ۲۱مه په ډېره اسماعيل خان کې وسلوالو د ګمرکي چارو یا کسټمز ادارې د يو افسر په ګډون درې کسان ووژل. تر هغه وړاندې، د اپرېل پر ۱۸مه د ډېره اسماعيل خان په درابڼ سګو سيمه کې د ګمرکي چارو ادارې پر ګاډي وسلوال بريد کې د هغې ادارې د پينځو کارکوونکو په ګډون اووه کسان وژل شوي ول. د هغو بريدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په ډېره اسماعیل خان کې تر دې مخکې هم وسلوالو حملې کړې دي. د مارچ پر ۲۱مه هلته پر پوځي قافلې په ځانمرګي برید کې دوه سرتېري وژل شول ول.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر پينځمه په درابڼ کې پر چوډه (چودوان) تاڼې په حمله کې ۱۰ پولیس وژل شوي ول. د هغو حملو مسوولیت هم چا نه وو منلی.

په خیبر پښتونخوا کې وخت پر وخت پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو، او داراز، پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو حملې کېږي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۲۲مه په خپور شوي بيان کې ويلي چې د اپرېل د ۲۱مې او ۲۲مې ترمينځ شپې مهال يې په ډېره اسماعيل خان کې له وسلوالو سره په نښته کې ۱۰ مشکوک وسلوال ووژل.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG