د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: نن کلکته نایټ رایډرز او ممبۍ اڼدیینز لوبډلې سیالي کوي


د مې پر ۱۰ د سیالۍ په پای کې د ګجرات ټایټنز راشد خان (ښي لور ته) د چینای سوپر کېنګز اېم اې دوني ته لاس ورکوي.
د مې پر ۱۰ د سیالۍ په پای کې د ګجرات ټایټنز راشد خان (ښي لور ته) د چینای سوپر کېنګز اېم اې دوني ته لاس ورکوي.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ په لړ کې کلکته نایټ رایډرز او ممبۍ اڼدیینز لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي.

د کلکتې په لوبغالي کې د مې ۱۱مې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې ګجرات ټایټنز چینای سوپر کېنګز لوبډلې ته په ۳۵منډو ماتې ورکړه. د احمد اباد په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ ګجرات ټایټټنز وکړ او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د درې لوبغاړو په زیان ۲۳۱ منډې وکړې.

د ګجرات ټایټنز سای سودارشن ۱۰۳ او شبمن ګیل ۱۰۴منډې وکړې.

په ځواب کې د پنجاب کېنګز لوبډله په ۲۰ اوورونو کې د اته لوبغاړو په سر ۱۹۶ منډې وکړې. د ګجرات ټایټنز لوبغاړي راشد خان په څلورو اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوزول.

په ای پي اېل کې تر اوسه پورې د شویو سیالیو د پایلو له مخې، کلکته نایټ رایډرز پر لومړي، راجستان رایلز پر دویم، سنرایزرز حیدراباد پر درېیم او چېنای سوپر کېنګز لوبډله پر څلورم مقام ده. داراز، پینځم ځای دلي کیپېټلز او لکنو سوپر جاینټس شپږم مقام ترلاسه کړی دی.

د مې پر ۱۲ چینایي سوپر ګېنګز او راجستان رایلز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

د هند غوره لیګ سیالۍ د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مې پر ۲۶مه نېټه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG