د بلوچستان د بېلا بېلو سيمو کروندګرو له هغه وروسته خپل احتجاجي پرلت پای ته رسولی دی چې د صوبايي حکومت لخوا د شمسي يا لمرينې برېښنا د اسانتياوو ورکولو ډاډ ورکړی دی.
کروندګرو د بجلۍ يا برېښنا د نه شتوالي پرضد د مې له نهمې په کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی وو. د کروندګرو وينا وه، که سمدستي ورته په ورځ کې اته ساعته بجلي ورکول پيل نه شول نو فصلونه او باغونه به يې له تندې تباه شي.
د بلوچستان اعلا وزير میر سرفراز بګټي د مې پر ۱۵مه په کوټه کې خبري غونډې ته وويل چې حکومت به د یو یو کرنيز کوهي لپاره کروندګرو ته ۲۰، ۲۰ لکه روپۍ ورکوي.
نوموړي زیاته کړه چې صوبايي حکومت پرېکړه کړې ده چې د کوټې د برېښنا رسولو ادارې لخوا تر یوې میاشتې پورې به کروندګرو ته د کرنيزو کوهیانو لپاره هره ورځ شپږ ساعته بجلي ورکول کېږي.
د بلوچستان حکومت لخوا د شاوخوا ۲۹ زره کوهیانو لمرينې برېښنا ته د اړولو تر پرېکړې وروسته کروندګرو خپل احتجاج پای ته ورساوه.
بګټي زياته کړه چې د کرنيزو کوهيانو لمرينې برېښنا ته پر اړولو به ۷۵ اربه (مېليارده) روپۍ لګښت راځي.
تر دې وړاندې، د پاکستان وزیر اعظم شهباز شريف د مې پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د يوې غونډې پر مهال ويلي ول چې په بلوچستان کې کروندګرو ته د شمسي يا لمرينې برېښنا ورکولو پروسه ګړندۍ کوي.