د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوړو مېلونو مالکان: حکومت دې د غنمو د بیو او د کارخانو ونډې ټاکلو لپاره دایمي تګلاره جوړه کړي


په پېښور کې کروندګر تر ترېشر وروسته غنم په بوجۍ کې اچوي ـ پخوانی انځور.
په پېښور کې کروندګر تر ترېشر وروسته غنم په بوجۍ کې اچوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د اوړو د کارخانو یا مېلونو مرکزي ټولنې له حکومته غوښتي دي چې د غنمو د بیو او د مېلونو د ټاکلې ونډې تر څنګ دې د ډوډۍ د نرخونو پر سر د پیدا شویو ستونزو د هواري لپاره دې دایمي تګلاره جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې کروندګر د کمو نرخونو، د اوړو مېلونو مالکان د غنمو د مشخصې ونډې (کوټې)، نانوایان د حکومتي نرخونو او خلک د ډوډۍ د لوړو بیو پرضد په احتجاج دي.

د اوړو د مېلونو د ټولنې یو مشر محمد نعیم بټ د مې پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د یوې جامع تګلارې په جوړولو د بحران دایمي حل پیدا کړي. "موږ له حکومته غوښتنه کوو چې یوه مستقله (دایمي) تګلاره دې برابره کړي – داسې تګلارې چې په چوکاټ کې یې نه کروندګر ته تاوان وي، نه سوداګر ته او نه کارخانه دار ته. نو که داسې وشي نو کاروبار به په باقاعده توګه روان وي. موږ له حکومته غواړو چې کروندګرو او د مېلونو مالکانو لپاره دې د کال یا شپږو میاشتو لنډمهالې تګلارې نه جوړوي."

بټ وویل چې د دایمي تګلارې له مخې به حکومت، کروندګرو او سوداګرو ته معلومه وي چې د غنمو او اوړو نرخ به څه وي.

دی زیاتوي چې له دې سره به حکومت ته معلومه وي چې په هېواد کې څومره غنم او نوره غله دانه موجوده ده چې ورسره به د غلې د اړتیا پوره کولو لپاره پر وخت او دقیق اقدام هم کولای شي.

په پاکستان کې تر ټولو زیات غنم په پنجاب کې پیدا کېږي او حکومت خپل نرخ ټاکي او له کروندګرو غنم اخلي چې بیا مېلونو مالکان د خپلې ونډې له مخې غنم اوړه کوي. له پنجابه د پاکستان نورو صوبو ته هم غنم او اوړه لېږدول کېږي.

په پاکستان کې نانوایان له کاروباریانو اوړه اخلي او د هرې صوبې ضلعي انتظامیې له نانوایانو سره د ډوډۍ وزن او نرخ ټاکي خو په دې لړ کې هم د دواړو لوریو ترمینځ اکثر اختلافات پیدا کېږي چې له وجې یې نانوایانو څو ځلې مظاهرې او کاربندیزونه هم کړي دي.

د پاکستان حکومت ويلي چې له کروندګرو به ۴۰ کېلوګرامه غنم په ۳،۹۰۰ روپۍ اخلي خو بزګران وايي چې دا پیسې خورا کمې دي.

په پاکستان کې کروندګر له څه باندې دوو اوونيو راهیسې په احتجاج دي او وايي چې سربېره پر دې چې په ۲۰۲۳ز کال کې د غنمو ښه فصل شوی وو، پخواني نګران حکومت له بهرنیو هېوادونو څخه تر درې مېلينونه میټرک ټنه زیات غنم درامد کړي ول چې له کبله يې په بازار کې د غنمو بیه کمه شوې ده.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د کروندګرو د تورونو د پلټنو لپاره پلټینزه کمېټۍ جوړه کړې ده.

د خیبر پښتونخوا حکومت اقدامات

په داسې حال کې چې په پنجاب او بلوچستان کې کروندګر د غنمو د حکومتي نرخونو پرضد او ورڅخه د غنمو نه اخیستو له وجې په احتجاج دي، د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې د صوبې د اړتیا پوره کولو لپاره یې تیاری کړی دی.

د صنعتي او سوداګریزو چارو لپاره د اعلاوزیر ځانګړي سلاکار عبدالکریم خان د مې پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت غواړي چې په صوبه کې د غنمو پیداوار زیات کړي نو ځکه په راتلونکې بودیجه کې په ډېره اسماعیل خان کې د چشمې نهر جوړولو لپاره پیسې بېلوي چې ورسره به د خیبر پښتونخوا د جنوبي ضلعو ۱۰ لکه اېکړه ځمکه د کرنې جوګه شي.

دی وايي، د صوبايي حکومت مقصد دا دی چې د غنمو او اوړو لپاره پر پنجاب د خیبر پښتونخوا انحصار یا تکیه ختمه شي. "د صوبې ولس هر کال د خوراکي شیانو او غلې دانې لپاره پنجاب ته محتاج وي نو د هغې منصوبې [په بشپړېدو] به صوبه په خوراکي توګه خود کفیله شي."

کریم خان داراز وویل چې حکومت کروندګرو او وړو کاروباریانو ته له بې له سوده له ۱۰ څخه تر ۵۰ لکه روپیو پورې د پور ورکولو پر پروژې کار پیل کړی دی چې له مخې به یې کروندګر د نویو مشینونو او زیات پیداوار لرونکو توخمونو اخیستو جوګه شي.

XS
SM
MD
LG