د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کرغزستانه، ځيني پاکستاني زده کوونکي لاهور ته ليږدول شوي دي


د مې پر ۱۸مه، په بشکيک کې د زده کوونکو په خوا کې پوځي ګاډي ليدلي کيږي
د مې پر ۱۸مه، په بشکيک کې د زده کوونکو په خوا کې پوځي ګاډي ليدلي کيږي

د پاکستانيو زده کوونکو لومړی ډله د مې پر ۱۸مه ماخستن په یوه ځانګړې الوتکه کې له کرغزستان څخه لاهور ته رسېدلې ده.

د پاکستان کورنيوو چارو وزارت رسنيوو ته لیږلې خبرپانې سره هغه ويډو هم استولي‌چې د کورنيوو چارو وزیر محسن نقوي دغو ۳۰ زده کوونکو ته هرکلی وايي. ځيني زده کوونکي په زخمي حالت کې ليدل کيږي.

کرغز چارواکي وايي چې د مې پر ۱۷مه او ۱۸ شپه په بشکيک کې ځايی خلکو د نړيوالو زده کوونکو پر هستوګنځایونو بريدونه وکړل چې پکې نېږدې ۳۰ زده کوونکي زخمیان شول. په ټپیانو کې شاوخوا ۱۵ پاکستانيان هم دي. عيني شاهدانو مشال راډيو ته ويلي چې د زخميانو شمیر تر دې ډير دی.

لاهور ته رسېدلي پاکستاني زده کوونکي په بشکيک کې له پاکستاني سفارته خوشاله نه وو. د زده کوونکو لخوا په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې هغوی د کورنيوو چارو وزیر محسن نقوي ته شکايتونه کوي او حکومت په لټۍ تورنوي.

د کرغزستان د بهرنيوو چارو وزارت د مې پر ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې اوس حالات کنټرول دي. دې وزارت زیاته کړې چې د کورنيوو چارو وزارت اضافي پولیس سرتيري د پېښو ځایونو ته استولي دي او د کوم زده کوونکي د وژل کېدو راپور نشته.

پر زده کوونکو څه تېر شول؟

د احتشام لطیف په نوم یو زده کوونکي د مې په ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې اصلاً جګړه د مصریو او ځايي زده کوونکیو ترمينځ څو ورځې وړاندې شوې وه خو اوس ځايي خلک د بهرنیو زده کوونکیو خلاف راپورته شوي دي. نوموړي وویل، ځايي خلک یوازې احتجاج نه کوي بلکې بهرني زده کوونکي له هاسټلونو وباسي او ډبوي یې. نوموړي زیاته کړه چې په خپل پوهنتون کې بند پاتې دی.

د سید شاه رخ خان په نوم یو ځوان چې د خیبر پښتونخوا نه د لوړو زده کړو لپاره بشکیک ته تللی، د مې پر ۱۸مه یې مشال راډیو ته وویل چې حالات ورته ښه نه برېښي: "زه د طب زده کوونکی یم، زما اخری کال دی. زموږ طرف ته حالات ډېر خراب دي، تیره شپه زموږ په هاسټلونو حملې شوې دي. ځايي خلک راغلي او چې څوک مخې ته ورغلی، هغه یې ډبولی. دوی دې ته هم نه دي کتلي چې دا جینۍ ده که هلک دی خو تر تشدد لاندې یې نیولی دی. "

نوموړی وايي، که پوځ د هغوی هاسټل ته په وخت نه وای رسېدلی نو د هغوی ډېری ملګري به ژوبل شوي وای.

د پاکستاني حکومت غبرګون

د مې پر ۱۸مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف دفتر په يو بیان کې وویل چې نوموړي مرستيال وزیراعظم اسحق ډار چې د بهرنيوو چارو وزیر هم دی او ورسره د کشمیر، ګلګلت بلتستان او سرحدي چارو وزیر امير مقام ته امر کړی چې کرغزستان ته ورشي او هلته له پاکستانيو زده کوونکیو مرسته وکړي.

د مې پر ۱۸مه په اسلام اباد او کراچۍ کې اسلامي جمیعت طلبه او تحريک انصاف د دې بريدونو پرضد مظاهرې وکړې. دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې په بشکيک کې دې د زده کوونکو په حفاظت کې کوتاهي نه کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي په بشکيک کې یې سفارت د زده کونکو او د هغوی د کورنیو پوښتنو ته د ځواب لپاره د مرستې لاینونه پرانیستي دي . وزارت د مې پر ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په پاکستان کې د کرغزستان سفیر حسن علي ضیغم د خپل هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره په نیږدې رابطه کې دی.

هلته په اسلام اباد کې د کرغزستان د سفارت شارژدافیر میلس مولدالیېف د خارجه دفتر د ډایرېکټر جنرل اعزاز خان لخوا د بهرنيوو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی وو. نوموړي هغه ته د پاکستاني زده کوونکو په وړاندې د تېرې شپې د پېښو په اړه د پاکستان د حکومت د ژورو اندېښنو څرګندونه وکړه.

د يادونې ده چې کرغزستان له تېرې میاشتې راهیسې د بهرنیو کارګرانو د ایستلو کوښښونه پیل کړې دي. د می پر ۱۶مه د ملي امنیت په اړه د کرغزستان کمیټۍ اعلان وکړ چې ۲۸ اسناد نه لرونکي پاکستاني کارګران یې نیولي دي. د می پر ۱۵مه د بشکیک پولیسو د ۴۰۰ څخه زیاتو بهرنیو زده کونکو لخوا په موټرسایکلو او سکوټرو د سامان رسولو خدمتونه بند کړل او وې ویل چې د ټرافیکي اندېښنو له امله یې دا ګام پورته کړی.

XS
SM
MD
LG