د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرغزستان ولسمشر وايي پر بهرنیو شاګردانو تشدد کوونکو ته به سزا ورکوي


د مې پر ۱۸ شپه په بشکيک کې ځايی خلکو د نړيوالو زده کوونکو پر هستوګنځایونو بريدونه کړي ول ـ د مې ۱۹مې انځور.
د مې پر ۱۸ شپه په بشکيک کې ځايی خلکو د نړيوالو زده کوونکو پر هستوګنځایونو بريدونه کړي ول ـ د مې ۱۹مې انځور.

د کرغزستان ولسمشر سادیر ژاپاروف وايي چې هغو کسانو ته به سزا ورکول کېږي چې د مې پر ۱۷مه او ۱۸مه شپه یې په بهرنيوو زده کوونکو تشدد کړی وو.

نوموړي د مې پر ۲۰مه، په خپاره کړي ويډيويي بیان کې ويلي چې حکومت اراده لري چې زخمي زده کوونکو ته به معاوضه ورکړي. ژاپاروف خبرداری ورکړی چې که بیا داسې پېښه وشي نو امنيتي ځواکونه به د ګډوډۍ جوړونکو پر ضد له زوره کار واخلي.

د کرغزي چارواکو په وينا، د بهرنيوو زده کوونکو پر ضد د خلکو غصه تر هغې وروسته وپارېده چې د مصريانو او ځايي خلکو د نښتو يوه ويډيو پر انټرنېټ مشهوره شوه.

تر دې وروسته، په بشکيک کې ځايي خلک د بېلابېلو پوهنتونونو هاسټلونو ته ننوتل او د چارواکو په وينا لږ تر لږه یې تر ۴۱ پورې بهرني زده کوونکي په وهلو زخميان کړل. په دوی کې اکثره یې پاکستانيان ول. د پاکستان حکومت تر پېښې وروسته ۱،۲۰۰ زده کوونکي خپل هېواد ته ليږدولي دي.

د کرغزستان د بهرنيوو چارو وزارت د مې پر ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې اوس حالات کنټرول دي. دې وزارت زیاته کړې چې د کورنيوو چارو وزارت اضافي پولیس سرتېري د پېښو ځایونو ته استولي دي او د کوم زده کوونکي د وژل کېدو راپور نشته.

پر زده کوونکو څه تېر شول؟

د احتشام لطیف په نوم یو زده کوونکي د مې په ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې اصلاً جګړه د مصریو او ځايي زده کوونکیو ترمينځ څو ورځې وړاندې شوې وه خو اوس ځايي خلک د بهرنیو زده کوونکیو خلاف راپورته شوي دي. نوموړي وویل، ځايي خلک یوازې احتجاج نه کوي بلکې بهرني زده کوونکي له هاسټلونو وباسي او ډبوي یې. نوموړي زیاته کړه چې په خپل پوهنتون کې بند پاتې دی.

د سید شاه رخ خان په نوم یو ځوان چې د خیبر پښتونخوا نه د لوړو زده کړو لپاره بشکیک ته تللی، د مې پر ۱۸مه یې مشال راډیو ته وویل چې حالات ورته ښه نه برېښي: "زه د طب زده کوونکی یم، زما اخری کال دی. زموږ طرف ته حالات ډېر خراب دي، تیره شپه زموږ په هاسټلونو حملې شوې دي. ځايي خلک راغلي او چې څوک مخې ته ورغلی، هغه یې ډبولی. دوی دې ته هم نه دي کتلي چې دا جینۍ ده که هلک دی خو تر تشدد لاندې یې نیولی دی. "

نوموړی وايي، که پوځ د هغوی هاسټل ته په وخت نه وای رسېدلی نو د هغوی ډېری ملګري به ژوبل شوي وای.

د پاکستاني حکومت غبرګون

د مې پر ۱۸مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف دفتر په يو بیان کې وویل چې نوموړي مرستيال وزیراعظم اسحاق ډار چې د بهرنيوو چارو وزیر هم دی او ورسره د کشمیر، ګلګلت بلتستان او سرحدي چارو وزیر امير مقام ته امر کړی چې کرغزستان ته ورشي او هلته له پاکستانيو زده کوونکیو مرسته وکړي خو وروسته د پاکستان حکومت وویل چې کرغزستان ته استونکی پلاوی یې د هغه هېواد په غوښتنه له تلو منع کړی دی.

چاروکو وویل چې حالات له نېږدې څاري او که کوم زده کونکي پاکستان ته ستنېدل غواړي نو په ستنېدو کې به ورسره مرسته کوي.

د مې پر ۱۸مه په اسلام اباد او کراچۍ کې اسلامي جمیعت طلبه او تحريک انصاف د دې بريدونو پرضد مظاهرې وکړې. دوی د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې په بشکيک کې دې د زده کوونکو په حفاظت کې کوتاهي نه کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي په بشکيک کې یې سفارت د زده کونکو او د هغوی د کورنیو پوښتنو ته د ځواب لپاره د مرستې لاینونه پرانیستي دي.

کرغزستان له تېرې میاشتې راهیسې د بهرنیو کارګرانو د ایستلو کوښښونه پیل کړې دي. د می پر ۱۶مه د ملي امنیت په اړه د کرغزستان کمیټۍ اعلان وکړ چې ۲۸ اسناد نه لرونکي پاکستاني کارګران یې نیولي دي. د می پر ۱۵مه د بشکیک پولیسو د ۴۰۰ څخه زیاتو بهرنیو زده کونکو لخوا په موټرسایکلو او سکوټرو د سامان رسولو خدمتونه بند کړل او وې ویل چې د ټرافیکي اندېښنو له امله یې دا ګام پورته کړی.

XS
SM
MD
LG