د لاسرسي ځای

تازه خبر

نورالله ترين: زندانونه زموږ د مبارزې مخه نه شي نيولای


نورالله ترين: زندانونه زموږ د مبارزې مخه نه شي نيولای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:39 0:00

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نور الله ترين په څلورو مقدمو کې له بري کېدو او په شپږو مقدمو کې یې له ضمانت منظورېدو وروسته د مې پر ۲۲مه دکراچۍ له زندانه خوشې کړل شو. د نوموړي هرکلي ته د پي ټي ایم ګڼ پلویان ورغلي ول. ترین پر دې مهال مشال راډيو ته وویل چې د پښتنو د حقونو لپاره به سوله ييزه مبارزه جاري ساتي او د هغه په خبره زندانونو يې مخه نه شي نيولای. نوموړی د کراچۍ پوليسو د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر څلورمه د عامه نظم ګډوډلو په تور نيولی وو. پر نوموړي په درج شویو نورو مقدمو کې پر هغه او ملګرو یې د ریاستي ادارو ضد ويناګانو تورونه پورې کړل شوي ول خو پي ټي اېم دا تورونه ردوي او وايي چې د ايين په چوکاټ کې دننه د پښتنو د حقونو لپاره سوله ييزه مبارزه کوي. ويډيويي راپور .

XS
SM
MD
LG