د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګنډه پور وايي پر قبایلي ضلعو د نورو ټیکسونو لګول نه مني


ګنډه پور په پېښور کې یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.
ګنډه پور په پېښور کې یوې غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزير وايي وفاقي حکومت پر قبايلي ضلعو نور ټیکسونه لګول غواړي خو دی یې ورسره نه مني.

علي امین ګنډه پور د مې پر ۲۵مه په اسلام اباد کې وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د پانګونې په اړه په غونډه کې تر ګډون وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې وفاقي چارواکو ورته وويل چې په کلني بجټ کې پر قبايلي ضلعو او نيمه قبايلي سيمو بېلابېل ټیکسونه لګوي، خو د هغه په خبره، دا یې رد کړي او و یې ويل چې هغه جنګ ځپلې سيمې د ټېکسونو بوج (بار) نه شي برداشتولی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د ماليې (خزانې) وزیر محمد اورنګزېب خان دوه اوونې مخکې د اسمبلۍ غونډې ته وویل چې د وفاق تر انتظام لاندې پخوانۍ قبایلي ضلعې (فاټا) او د صوبې تر انتظام لاندې پخوانۍ قبايلي سيمې (پاټا) نور له مالیې يا ټيکس څخه مستثنا نه شي پرېښوولای.

هغه د پخوانۍ فاټا او پاټا لپاره د ټیکس امر بېرته اخیستو د نوټس په ځواب کې وویل چې تر ۲۵م اییني ترمیم وروسته د ټیکس قانون پر هغو سیمو هم لاګو شوی دی.

په ۱۹۶۹ز کال کې چې د سوات ریاست له پاکستان سره يو ځای کېده نو يو شرط یې دا وو چې هلته به ټیکسونه نه لګول کېږي، خو په ۲۰۱۸ز کال کې حکومت د قبایلو او ملاکنډ ډېوېژن ځانګړی حیثیت ختم کړ او هغه یې د خیبر پښتونخوا برخه کړې نو ورسره هلته د ټېکسونو نظام هم وغځید.

حکومت تر پينځو کلونو هغو سیمو ته ټیکسونه معاف کړي ول خو پخواني حکومت د سیمې د سوداګرو، سیاستوالانو او ولسي مشرانو تر مخالفت وروسته وویل چې هلته د ټیکسونو نظام نه غځوي.

د وزیراعظم د هغه وخت سلاکار امیر مقام ویلي ول چې قبایلي ضلعې او ملاکنډ ډېوېژن د ۲۰۲۳-۲۴ز مالي کال لپاره له مالیو مستثنا دي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د جون پر اوومه د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال د بودیجې قانوني مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG