د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د یوعیسوي تر وژل کېدو وروسته احتجاج شوی دی


د مې پر ۲۶مه احتجاج کونکو د وژل شوي تن مړی د میرامشا پریس کلب مخې ته ایښی دی.
د مې پر ۲۶مه احتجاج کونکو د وژل شوي تن مړی د میرامشا پریس کلب مخې ته ایښی دی.

د شمالي وزیرستان په ميرامشا کې ځايي عيسایانو د اشفاق مسیح په نامه تن تر وژل کېدو وروسته د هغه له مړي سره د پریس کلب مخې ته احتجاج کړی دی.

اشفاق مسیح د مې پر۲۶مه په ميرعلي کې نامعلومو وسله والو وژلی وو.د هغه د وژنې پرضد د شوي احتجاج مشر خالد اقبال وويل چې په وزیرستان کې دې د عیسايي وګړو ژوند خوندي کړل شي.

په شمالي وزیرستان کې د عیسوي ټولنې مشر خالد اقبال وویل چې تېر کال هم په میرعلي عیدک کې وسلوالو د اشفاق ورور وژلی وو. هغه وویل چې د اشفاق واړه ماشومان پاتې شول او ژوند یې خوندي نه دی.

هغه له اعلا چارواکو غوښتنه وکړه چې امنیت ورکړي او که نه شي کولای، نو دوی به وزیرستان پرېږدي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو مشر روښان زيب رسنيو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې د مې پر ۲۶مه په دوو جلا جلا بریدونو کې د اشفاق مسیح په نامه يو عیسايي کاريګر او بل مسلمان سايکل ساز وژل شوي دي.

روښان زیب ژمنه کړې چې د دې پېښې پلټنې به کوي. تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې بريدونو ذمه واري نه ده اخیستې.

په شمالي وزیرستان کې عیسوي کورنۍ له کلونو راهیسې په سول کالوني او ټوچي سکاوټ کې ژوند کوي او په میرامشا او میرعلي بازارونو، سکولونو، او روغتونونو کې د صفایي کارونه کوي.

د مې پر ۲۱مه نېټه هم په شپې تپي سیمه کې وسلوالو مدني او ټولنیز فعال او ځايي خبریال، کامران داوړ او په میرلي کې دوه نور ځايي کسان په درې جلا جلا بریدونو کې وژلي ول.

د هغو بریدونو ذمه واري هم تر اوسه هېڅ ډلې نه ده منلې.

په ۲۰۲۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې تر دې دمه ۲۵ هدفي بریدونه شوي دي چې په کې ځايي مشران، ځوانان، سیاسي او مدني فعالان وژل شوي دي.

تېر کال په شمالي وزیرستان کې ۴۴ هدفي بریدونه شوي وو، چې تر ۵۰ زیات مشران، ځوانان، سیاسي او مدني فعالان او سرکاري اهلکاران او پولیس سرتېري په کې وژل شوي ول.

د سیمې خلکو د ناامنۍ ضد په وار وار پرلتونه کړي او له حکومته یې د امنیت غوښتی، خو بیا هم وسلوالو بریدونه دوام لري.

حکومت او پوځ وایي چې دغلته امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف هدفي عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG