د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا يو عدالت ډانلډ ټرمپ د هغه خلاف ټولو قضيو کې پړ بللی


د امريکا يو عدالت ډانلډ ټرمپ د هغه خلاف ټولو قضيو کې پړ بللی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:18 0:00

د امريکا د نیویارک ښار يوې عدالتي جرګګۍ د مې پر ۳۰مه د هغه هېواد پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې په غیر قانوني ډول له نفوذ کولو نيولې بيا د جعلي سوداګرۍ تر څنګ د هغه خلاف په ټولو ۳۴ جنايي تورونو کې پړ بللی دی. ټرمپ د امریکا په شاوخوا ۲۵۰ کلن تاریخ کې لومړی مخکينی يا برحاله ولسمشر دی چې په "جنايي‌ قضیو کې پړ پېژندل"‌ کېږي. نوموړي پر هغه لګول شوي تورونه په کلکه رد کړي دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيوګانو جوړ راپور.

XS
SM
MD
LG