د لاسرسي ځای

تازه خبر

د احمد شاه ابدالي ۲۵۲م تلين


د احمد شاه ابدالي ۲۵۲م تلين
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:11:56 0:00

د ۲۰۲۴ز کال د جون پر درېيمه (د ۱۴۰۳ هجري لمريز کال د غبرګولي پر ۱۳مه) د اوسني افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي ۲۵۲م تلين دی. هغه په ۱۷۴۷ز کال کې په کندهار کې د افغانانو مشر وټاکل شو. د احمد شاه بابا په پاچا کېدو سره د افغانانو قوت او قدرت په ډېرې چټکۍ سره پراخ شو. د هغه د واک دايره يا غلبه د ايران له لوېديځه نيولې بيا د هندوستان تر سرهنده او له امو سينده نيولې بيا تر بحرِهنده غځېدلې وه. د احمد شاه بابا دوې مهمې کارنامې افغان ملت جوړونه او د پاني پت بريا يادېږي. احمد شاه اعظمي په خپل راپور کې د نوموړي ژوند او کارنامو ته کتنه کړې ده. دا راپور مخکې خپور شوی او د احمد شاه بابا د ۲۵۲م تلين په مناسبت يې بيا خپروو.

XS
SM
MD
LG