د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي د طالبانو حکومت د بشام برید په پلټنو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی


 د ۲۰۲۴م کال د مارچ پر ۲۶مه د خیبرپښتونخوا په بشام کې ځانمرګي برید پنځه چینایان وژلي‌ وو. (انځور د هغې پېښې دی ځای دی.)
د ۲۰۲۴م کال د مارچ پر ۲۶مه د خیبرپښتونخوا په بشام کې ځانمرګي برید پنځه چینایان وژلي‌ وو. (انځور د هغې پېښې دی ځای دی.)

پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورته د خیبر پښتونخوا په بشام کې د ځانمرګي برید په اړه په پلټنو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د مې پر ۳۱مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې طالب چارواکي سلا شوي چې د تحقیقاتو پایلې وڅیړي، او منطقي انجام ته د رسولو لپاره له پاکستان سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت د مرستیال خرم اغا په مشرۍ یو پلاوي د مۍ پر ۳۰ مه په کابل کې د طالبانو په حکومت کې له خپل سیال محمد نبي عمري سره ولیدل.

ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې " د دې لیدنې زیاته توجه د بشام پر ترهګریز برید متمرکزه وه او په کې د پاکستان لخوا شواهد شریک کړل شول."

د نوموړي په وینا پاکستان له طالب چارواکیو څخه د پیښې د عاملینو د نیولو غوښتنه کړی ده.

کابل ته د ورغلي پاکستاني پلاوي د ملاقات په اړه د طالبانو د حکومت د کورنيوو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي عمري د خپل حکومت دا دريځ تکرار کړ چې افغانستان څنګه د ځان لپاره امن غواړي، همدغسې نورو ته هم ښې هیلې لري.

په خبرپاڼه کې د عمري له خولې ويل شوې: "موږ د شر پر سیاست باور نه لرو.

پاکستاني چارواکي وايي چې د خیبرپښتونخوا په بشام کې د ۲۰۲۴م کال د مارچ پر ۲۶مه شوی برید تحریک طالبان پاکستان کړی وو او او د دوی په وینا، پلان یې په افغانستان کې جوړ کړی وو.

خو د طالبانو حکومت پر پاکستان تور لګولی چې د دوی په وینا، اسلام اباد هڅه کوي چې د کابل او بیجینګ ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان طلوع نیوز تلوېزیون ته وویل چې د اسلام‌ اباد دا تورونه منطقي بنسټ نه لري.

ده وویل، "په پاکستان کې پر چینايي وګړو برید د پاکستان خپله کورنۍ مسله ده او په افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري."

نوموړی وویل، "هغه رپورټ چې پاکستانیو چارواکو خپور کړی دی، د دې لپاره یوه هڅه ده چې د چین او افغانستان ترمنځ بې اعتمادي جوړه کړي."

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه چې دوی دا په وار وار رد کړې او دا خبره د ده په وینا، کوم منطق هم نه لري.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۴م کال د مارچ پر ۲۶ مه د خیبر پښتونخوا په بشام کې په یو ځانمرګي برید کې ۵ چینایان او د دوي پاکستانې ډرایور وژل شوي وو.

که څه هم د پاکستان حکومت وايي چې هغه برید تحریک طالبان پاکستان کړی وو خو تر اوسه د یادې ډلې په ګډون هیچا د هغه برید زمه واري نده منلې.

بیجینګ په تحقیقاتو کې د پرمختګ هرکلی کړی او له پاکستانه یې غوښتي چې د پېښې جرړې ته ورسي، ټول عاملین ونیسي او عدالت ته یې وسپاري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جون پر څلورمه په پنځه ورځني رسمي سفر چین ته روان دی.

XS
SM
MD
LG