د قبایلي سیمو مشران اسلام اباد کې مشورتي جرګه کوي
په اسلام اباد کې د قبایلي سیمو د ستونزو په اړه د جون له څلورمې څخه درې ورځنۍ مشورتي جرګه پیلېږي چې پکې د بېلابېلو ګوندونو مشران هم ګډون کوي. د جرګې یو منتظم جاوېد مسید وايي، تر دې مخکې یې تېره میاشت په پېښور کې هم جرګه کړې وه. دی وايي، د اسلام اباد د ناستې مقصد دا دی چې وفاقي حکومت له خپلو مشکلاتو خبر کړي او ورڅخه په تېرو دوو لسیزو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال شوی تاوان وغواړي. دا جرګه پر داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې وفاقي حکومت روان میاشت قامي اسمبلۍ ته د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال بودیجه (بجټ) وړاندې کړي. له مسید سره ویډیويي مرکه وګورئ.