د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د دولتي راز افشا کولو په مقدمه کې عمران خان او شاه محمود قریشي بري کړل


عمران خان د تحریک انصاف مشر او شاه محمود قریشي یې مرستیال مشر دی. (انځور: ارشیف)
عمران خان د تحریک انصاف مشر او شاه محمود قریشي یې مرستیال مشر دی. (انځور: ارشیف)

د اسلام اباد هايکورټ د سایفر په مقدمه کې د پخواني وزیراعظم عمران خان او د تحریک انصاف د یو بل مخکښ شاه محمود قریشي سزا ختمه کړه.

د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي جسټس عامر فاروق او جسټس میاګل حسن اورنګزېب د جون پر درېیمه خپله مختصره پرېکړه واوروله او تفصیلي فېصله به وروسته جاري کوي.

خو عمران خان او شاه محمود قریشي دواړه په نورو مقدمو کې لا هم په زندان کې دي.

د تحریک انصاف اوسني مشر بېرسټر ګوهر علي‌ خان پر ایکس پاڼه د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې " د حق او رښتیا بریا بللې ده."

نوموړي‌ ویلي چې دا ټولې مقدمې به بې له ځنډه خپل منطقي انجام ته ورسېږي او د ده په وینا عمران خان، شاه محمود قریشي او نور ټول سیاسي کسان به خوشي شي.

د تحریک انصاف جنرل سیکرټري‌ او په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر عمر ایوب خان پر ایکس پاڼه لیکلي چې عمران خان او شاه محمود قریشي دواړه سیاسي بندیان دي او باید زر تر زره خوشي کړل شي.

په قانوني چارو کې د وفاقي‌ حکومت ویاند بېرسټر عقیل ملک پر ایکس پاڼه لیکلي چې دوی د تفصیلي پرېکړې په تمه دي.

بېرسټر عقیل ملک زیاته کړې چې دوی به د اسلام اباد های کورټ د تفصیلي پرېکړې تر لوستلو وروسته پرېکړه کوي چې پرضد یر اپیل وکړي او که نه؟

نوموړي پوښتنه راپورته کړې چې ایا د سایفر ورکېدل د ملي امنیت لپاره خطره نه ده؟

هغه زیاته کړې چې د ده په وینا، له دې انکار نشي کېدای چې عمران خان د ملک خفیه اسناد د خپلو سیاسي ګټو لپاره کارولي وو.

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان او د هغه په کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته د دولتي راز افشا کولو په مقدمه کې د لس ، لس کالو بند سزا اورول شوې وه.

د تحریک انصاف مشر عمران خان او مرسیتال مشر شاه محمود قریشي ته دا سزا د یادې مقدمې اورېدنې لپاره جوړ شوي ځانګړي عدالت قاضي ابوا لحسنات محمد ذوالقرنين د جنورۍ پر ۳۰مه واوروله.

په پاکستان کې د دولتي راز افشا کولو د قضيې لپاره جوړ شوي ځانګړي عدالت د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۲۳مه عمران خان او شاه محمود قريشي په رسمي توګه تورن کړي وو.

د پاکستان د قانوني چارو وزارت په امریکا کې د پاکستان پخواني سفير د پټ ليک (سایفر) د مقدمې اورېدنې لپاره ځانګړی عدالت جوړ کړی دی.

پخواني وزیراعظم عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې دعوه کړې وه چې پرضد یې د عدم اعتماد تحریک د بهرني سازش پر اساس وړاندې شوی وو.

نوموړي هغه مهال تور پورې کړی وو چې په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر ورته په دې اړه یو پټ لیک (سایفر) استولی دی چې ورڅخه ښکاري چې امریکا یې د ګوښه کولو په دوسیه کې لاس درلود.

عمران خان د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر لسمه په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک له لارې له واکه لرې کړل شوی وو.

بلخوا امريکا او د پاکستان رياست د عمران خان دغه تورونه په وار وار رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG