د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزيراعظم شهبازشریف چين ته تللی دی


شهباز شریف د چينايي پانګوالو سره - انځور له ارشیفه
شهباز شریف د چينايي پانګوالو سره - انځور له ارشیفه

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د جون پر څلورمه‌ د يو ورځني سفر لپاره چين ته تللی دی.

د نوموړي دفتر د هغه تر روانېدو لږ مخکې د هغه يو ويډيو بیان خپور کړی دی. په دې بیان کې وزيراعظم شهباز شريف وايي چې له چينايي چارواکيو سره به د اقتصادي راهدارۍ د کارونو، تجارت، زراعت او نورو دوه اړخيزو مسایلو خبرې کوي. شریف زیاته کړې چې دا سفر یې د دوه اړخیزو اړيکو او په پاکستان کې د چين د پانګونې لپاره ډير مهم دی.

د پاکستان وزيراعظم پر داسې مهال چين ته سفر کوي چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ پر ۲۶ مه د خیبر پښتونخوا په بشام کې په یو ځانمرګي برید کې ۵ چینایان او د هغوی پاکستانې ډرایور وژل شوي وو. که څه هم د پاکستان حکومت وايي چې هغه برید تحریک طالبان پاکستان کړی وو خو تر اوسه د یادې ډلې په ګډون هیچا د هغه برید زمه واري نده منلې.

پاکستان ادعا لري چې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په افغانستان کې مېشته ده او پر چينايي وګړيو په حملو کې لاس لري. خو ټي ټي پي دا تور ردوي او وايي دوی په قبايلي سيمو کې دي او له همغه ځايه فعالیتونه پلانوي. په کابل کې د افغان طالبانو حکومت هو څو ځل دا دريځ په ډاګه کړی چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد کارولو ته نه پريږدي.

د پاکستان حکومت د مې پر ۳۰مه، کابل ته يو پلاوی لیږلی وو. په هغه ورځ، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د پاکستان د کورنيوو چارو مرستيال وزير محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي د بشام برید په اړه په پلټنو کې مرسته وغوښته. خو دې وزارت زیاته کړې وه چې کابل ته ورغلي پلاوي ته یې واضحه کړه چې "د نورو هېوادونو لپاره شر نه غواړي".

په دې ملاقات کې د طالبانو د حکومت استازیتوب د دوی د کورنيوو چارو مرستیال وزير مولوي محمد نبي عمري کاوه. په خبرپاڼه کې د هغه د خولې د بشام په پېښه خفګان ښودل شوی وو خو زیاته شوې وه: "ټول باید د خپلو ساحو امنیتي مسؤلیت پر غاړه ولرو او د مسایلو د انحراف پر ځای واقعي همکاریو ته زمینه مساعده کړو."

د بشام له برید وروسته نیږدې ۱۲۰۰ چينايي وګړي له پاکستانه وتلي وو. د چين حکومت د تحقیقاتو او بریدګرو ته د سزا غوښتنه کړې وه. د جون پر درېيمه په اسلام اباد کې د خبري غونډې په مهال د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وويل چې د چينايي وګړيو امنيت ورته مهم دي او د هغوی د خوندي‌ کولو لپاره به هره چاره کاروي.

له وزيراعظم شهباز شریف سره د چين په سفر کې د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار، دفاع وزير خواجه محمد اصف او د منصوبه بندۍ او ترقۍ وزير احسن اقبال او نور وزيران شامل دي. چين ته د وزيراعظم تر سفر مخکې احسن اقبال په يوه ويډيوي پېغام کې وويل چې په ۱۲۶ پاکستاني تجارانو مشتمل يو پلاوی هم د چين دوره کوي.

XS
SM
MD
LG