د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن انتظاميې د پرلتوالو ۷ مشران نيولي دي


چمن کې ځايي تجارانو او ولسي وګړو له افغانستان سره د پاسپورټ او ويزې عملي کېدو پرضد د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې پرلت وهلی دی.
چمن کې ځايي تجارانو او ولسي وګړو له افغانستان سره د پاسپورټ او ويزې عملي کېدو پرضد د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې پرلت وهلی دی.

د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه چمن کې پرلتوال وايي چې انتظاميې د هغوی لږ تر لږه اووه مشران نيولي او ناڅرګند ځای ته يې وړي دي.

پرلتوالو د خپلو نيول شويو مشرانو د نيولو پرضد نن (د جون پر شپږمه) په دويمه ورځ هم د ډېپټي کمېشنر د دفتر مخې ته احتجاجي ناسته پيل کړې ده.

د پرلتوالو په خبره، د پرلت کمېټۍ دغه مشران د جون پر څلورمه ماخوستن مهال د چمن ډېپټي کمېشنر راجه اطهر عباس خپل دفتر ته د خبرو لپاره ورغوښتي ول چې وروسته یې ونیول او نامعلوم ځای ته يې يووړل.

بلخوا عباس ادعا کړې ده چې د خبرو پر مهال د پرلت ځینو غړيو پر هغه بريد وکړ خو د نوموړي په خبره، هغه ته څه ډول زيان نه دی اوښتی. ډېپټي کمېشنر د دې دعوې د تصديق لپاره څه ډول ثبوت وړاندې نه کړ.

دا لومړی ځل نه وو چې پرلتوال له انتظاميې سره مذاکرات کوي، بلکې تر دې وړاندې هم هغوی د چمن له انتظاميې، د بلوچستان له حکومتي چارواکو او د ملېشه ځواک له مشرانو سره په وار وار خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چمن چارواکو ويلي ول چې د جون پر څلورمه شپې مهال د ملېشه ځواکونو سرتېرو تر عملیاتو وروسته د چمن پرلتوالو لخوا د چمن او کوټې ترمینځ تړل شوې لاره خلاصه کړه.

پرلتوالو د خپلو غوښتنو په حق کې شاوخوا يوه میاشت وړاندې د کوږک د ګړنګ په غره کې لومړی د هر ډول ګاډو پر مخ لاره تړلې وه، خو وروسته يې يوازې مساپر وړونکو ګاډو ته د تګ راتګ اجازه ورکوله او بار وړونکي ګاډي يې نه پرېښوول.

چارواکي وايي چې ملېشه ځواکونو د لارو خلاصولو پر مهال اوښکي بهوونکی ګيس استعمال کړ او ځينې احتجاج کوونکي يې هم ونيول.

بلوچستان: د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ د چمن پرلت په ملاتړ پیه جام هړتال کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00

د چمن پرلت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې روان دی او دوی د خپلو غوښتنو لپاره د مې له څلورمې راهیسې د چمن او کوټې ترمينځ لاره تړلې وه.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط ختم کړي خو د پاکستان حکومت دا نه مني.

د پرلتوالو او حکومت ترمینځ په وار وار مذاکرات شوي خو هر ځل ناکامه شوي دي. تازه هڅه د مې پر ۱۲ او ۱۳مه وشوه چې د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر عبدالخالق اڅکزي او کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو له پرلتوالو سره خبرې اترې وکړې چې نتيجه يې ورنکړه.

د پرلتوالو د نيولو پرضد د سياسي ګوندونو احتجاج

بلخوا د جون پرپينځمه، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پاکستان تحريک انصاف د چمن پرلت د مشرانو نيولو پرضد په کوټه کې مظاهره وکړه.

پر دې مهال د پښتونخواملي عوامي ګوند مرکزي سېکرټر ډاکټر حامد خان اڅکزي غوښتنه وکړه چي د پرلت نیول شوي مشران دي سمدلاسه خوشې کړل شي او غوښتنې دې يې ومنل شي.

احتجاجي مظاهرې ته د پاکستان تحریک انصاف صوبايي مشر داود شاه کاکړ وویل چي د چمن انتظاميې تر یو پلان لاندې د پرلت مشران لومړی د خبرو په پلمه وربللي او بیا یې نيولي دي.

د چمن پرلت کله او ولې پیل شوی وو؟

د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبرپه پیل کې د پاکستان حکومت وویل چې د نومبر له لومړۍ څخه پر چمن او له افغانستان سره پر نورو لارو د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو لرل لازمي کوي.

د دې په غبرګون کې د اکتوبر پر ۲۱مه پرلت پیل شو چې زیاتره ګډونوال یې هغه پنډیان (لغړیان) دي چې د چمن او سپین بولدک ترمينځ به یې هره ورځ په شا تجارتي ګنډې، غوټې او پنډوکي لېږدول.

پرلتوال وايي چې د پاکستان حکومت چې د ۲۰۲۳ز کال د نومبر پر لومړۍ نېټه افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کړ نو ورسره د هغو خلکو روزګار هم ودرېد.

پرلتوال د چمن او سپین بولدک ترمینځ پر ډېورنډ کرښه د پخوا په څېر پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې یا د بلې اجازتنامې (پرمټ) پر اساس د تګ راتګ ازادولو غوښتنه کوي. په دې لړ کې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو ترمینځ څو ځلې خبرې شوې دي خو حکومت وايي چې له خپلې پرېکړې نه په شا کېږي.

پر پرلتوالو ډزې

د پرلتوالو په وینا، د مې پر څلورمه د اېف سي ځواک سرتېرو یې پر احتجاجي کيمپ بريد وکړ او په ډزو يې دوه پرلتوال ووژل او تر ۱۰ زيات يې ژوبل کړل.

بلخوا د سرحدي ځواک (اېف سي) وياند مشال راډيو ته ويلي ول چې دا یې پرضد دسيسه ده او ادعا يې کړې چې پرلتوالو خپله ډزې کړې دي خو د دې دعوې د تصديق لپاره يې کوم ډول ثبوت نه دی وړاندې کړی.

پرلتوالو وروسته د یو وژل شوي کس مړی د چمن مرستیال کمشنر دفتر مخې ته کېښود، او هلته یې هم پرلت پیل کړ خو یوه ورځ وروسته یې مړی ښخ کړ او احتجاج یې پراخ کړ.

هغوی له هغې ورځې راهیسې د چمن او کوټې ترمینځ لویه لاره تړلې وه او په چمن کې یې د پاسپورټ دفتر، د خبريالانو مرکز او د نيشنل بینک ودانۍ د احتجاج په توګه تړلې ول. هغوی وايي چې حکومت دې د ډزو کوونکو سرتېرو پرضد مقدمه درج کړي.

د بلوچستان حکومت لا د هغوی د غوښتنې په اړه څه نه دي ويلي. د مې پر ۱۰مه د پاکستان د ایین ساتنې غورځنګ (تحریک تحفظ ایین پاکستان) مظاهرو ته د شپږو ګوندونو د غړو او پلویانو ترڅنګ ولسي وګړي هم ورغلي ول.

د پاکستان د ايين ساتنې غورځنګ په نوم حکومت مخالفه شپږ ګونديزه اېتلاف د چمن، پښين، ژوب او قلعه سيف الله په ګډون د بلوچستان په يوشمېر سيمو د چمن پرلت په ملاتړ لاريونونه او احتجاجي غونډې وکړې. د اېتلاف مشرانو د مې پر ۱۰مه د احتجاجي غونډو پر مهال د چمن پر پرلتوالو د اېف سي ځواک د سرتېرو د مبينه ډزو غندنه وکړه او زياته يې کړه چې د پرلتوالو غوښتنې دې ومنل شي.

د حکومت او پرلتوالو مذاکرات

د حکومت او پرلتوالو ترمینځ په وار وار مذاکرات شوي دي خو هرځل بې نتيجې پای ته رسېدلي دي. په دې لړ کې وروستی هڅه د مې پر ۱۳مه وشوه چې کله د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو او د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر کېپټن عبدالخالق له پرلتوالو سره خبرې وکړې.

هغه مهال عبدالخالق اڅکزي ويلي ول چې د احتجاج کوونکو وړانديزونه به د صوبې اعلا وزير ته رسوي. نوموړي د مې پر ۱۳مه د امريکا غږ ډيوه راډيو ته ويلي ول چې دا مسله په داسې طریقه هوارول غواړي چې ریاست او پرلتوال دواړه تاوان ونه کړي.

د هغه وینا وه چې سرحدي چارې له مرکزي حکومت سره تړاو لري خو دوی به هڅه کوي چې له اړوندو چارواکو سره په دغه اړه خبرې وکړي او داسې حل یې ولټوی چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي.

خو د چمن پرلتوالو مشر صدیق اڅکزي د مې پر ۱۳مه مظاهرې ته د وينا پر وخت ويلي ول چې تر څو حکومت د ځايي خلکو لپاره له افغانستان سره د سوداګرۍ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط نه وي ختم کړی، د دوی احتجاج به دوام لري.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG