د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ د چمن پرلت په ملاتړ پیه جام هړتال کړی


بلوچستان: د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ د چمن پرلت په ملاتړ پیه جام هړتال کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00

د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ په نوم حکومت مخالفه شپږ ګونديزه اتحاد د چمن پرلت په ملاتړ د مې پر ۲۱مه په ټول بلوچستان کې پیه جام هړتال کړی وو. په دې لړ کې له بلوچستان څخه نورو صوبو ته تلونکې ټولې وړې او لويې لارې د هر ډول ټرافيک لپاره تړلې وې. د چمن پرلت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې روان دی. پرلتوال غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې د هغوی لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط ختم کړي او د پخوا په شان دې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر افغان تذکرې او پاکستاني شناختي کارډ د تګ راتګ اجازه ورکړل شي، خو د پاکستان حکومت تر اوسه د هغوی دا غوښتنه نه ده منلې. ويډيويي راپور.

XS
SM
MD
LG