د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پرلتوال وايي، امنیتي ځواکونو یې په برید کې ۴۰ تنه ټپي کړي


چمن کې ځايي تجارانو او ولسي وګړو له افغانستان سره د پاسپورټ او ويزې عملي کېدو پرضد د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې پرلت وهلی دی.
چمن کې ځايي تجارانو او ولسي وګړو له افغانستان سره د پاسپورټ او ويزې عملي کېدو پرضد د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې پرلت وهلی دی.

د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې پرلتوال وایي چې د پرلت له ځایه د چمن مرستیال کمېشنر تر دفتر لاریون کوي او هلته پرلت وهي.

د پرلت کمېټۍ او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي ولسیار خان مشال راډیو ته وویل، د جون پر اوومه هغه اقدام کوي او له دې لارې غواړي چې حکومت د دوی نیولي ملګري خوشې کړي.

هغه وویل چې د پرلت مشر غوث الله او ویاند صادق اڅکزي په ګډون د پرلت شپږ مشران حکومت د جون پر پینځمه حکومت سره خبرو ته ورغلي ول چې بیا لادرکه شول.

هغه وویل چې د مشرانو نیولو تر نیولو وروسته هلته پرلت وواهه چې د جون پر شپږمه پولیسو او لیویز سرتېرو پر دوی برید وکړ چې پکې ۴۰ پرلتوال ژوبل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر شپږمه د چمن د مرستیال کمېشنر د دفتر مخې ته د احتجاج په مهال، د امنیتي سرتېرو او پرلتوالو ترمینځ تاو تریخوالی رامنځته شو.

د بلوچستان د حکومت ویاند شاهد رند وایي په هغو پېښو کې ۱۵ احتجاج کونکي او ۱۷ امنیتي سرتېري چې پولیس او لیویز په کې شامل دي، ژوبل شوې دي.

بلخوا د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د جون پر شپږمه په قامي اسمبلۍ کې په خپله وینا کې وویل، حکومت دې د چمن پېښې پلټنې وکړي.

ده وویل، "زه دا غوښتنه کوم چې د سپیکر په مشرۍ کې دې د پارلېمان یا د قامي اسمبلۍ یوه کمیټي جوړه شي، چې د چمن د پېښې پلټنې وکړي. دا کمیټي دې هلته ورشي او له خلکو سره دې په پوره ذمه وارۍ خبرې وکړي، او خپل رپوټ دې قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي."

په چمن کې احتجاج کونکيو د تېرو دریو ورځو راهیسې د مرستیال کمېشنر د دفتر مخې ته پرلت پیل کړی دی. دوی غوښتنه کوي چې د دوی نیول شوي کسان دې زر تر زره خوشې کړای شي.

د پرلتوالو په خبره، د پرلت کمېټۍ دغه مشران د جون پر څلورمه ماخوستن مهال د چمن مرستیال کمېشنر راجه اطهر عباس خپل دفتر ته د خبرو لپاره ورغوښتي ول چې وروسته یې ونیول او نامعلوم ځای ته يې يووړل.

بلخوا عباس ادعا کړې ده چې د خبرو پر مهال د پرلت ځینو غړيو پر هغه بريد وکړ خو د نوموړي په خبره، هغه ته څه ډول زيان نه دی اوښتی. ډېپټي کمېشنر د دې دعوې د تصديق لپاره څه ډول ثبوت وړاندې نه کړ.

دا لومړی ځل نه وو چې پرلتوال له انتظاميې سره مذاکرات کوي، بلکې تر دې وړاندې هم هغوی د چمن له انتظاميې، د بلوچستان له حکومتي چارواکو او د ملېشه ځواک له مشرانو سره په وار وار خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چمن چارواکو ويلي ول چې د جون پر څلورمه شپې مهال د ملېشه ځواکونو سرتېرو تر عملیاتو وروسته د چمن پرلتوالو لخوا د چمن او کوټې ترمینځ تړل شوې لاره خلاصه کړه.

پرلتوالو د خپلو غوښتنو په حق کې شاوخوا يوه میاشت وړاندې د کوږک د ګړنګ په غره کې لومړی د هر ډول ګاډو پر مخ لاره تړلې وه، خو وروسته يې يوازې مساپر وړونکو ګاډو ته د تګ راتګ اجازه ورکوله او بار وړونکي ګاډي يې نه پرېښوول.

چارواکي وايي چې ملېشه ځواکونو د لارو خلاصولو پر مهال اوښکي بهوونکی ګيس استعمال کړ او ځينې احتجاج کوونکي يې هم ونيول.

بلوچستان: د پاکستان ايين ساتنې غورځنګ د چمن پرلت په ملاتړ پیه جام هړتال کړی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:29 0:00

د چمن پرلت د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱مې روان دی او دوی د خپلو غوښتنو لپاره د مې له څلورمې راهیسې د چمن او کوټې ترمينځ لاره تړلې وه.

احتجاج کوونکي غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط ختم کړي خو د پاکستان حکومت دا نه مني.

د پرلتوالو او حکومت ترمینځ په وار وار مذاکرات شوي خو هر ځل ناکامه شوي دي. تازه هڅه د مې پر ۱۲ او ۱۳مه وشوه چې د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر عبدالخالق اڅکزي او کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو له پرلتوالو سره خبرې اترې وکړې چې نتيجه يې ورنکړه.

XS
SM
MD
LG