د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د قربانۍ لپاره منډۍ ته دوه لکه څاروي وروستل شوي


کراچۍ: د قربانۍ لپاره منډۍ ته دوه لکه څاروي وروستل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:55 0:00

په کراچۍ کې د قربانۍ لپاره د څارویو منډۍ جوړ شوی، چې تر اوسه ورته نږدې دوه لکه څاروي وروستل شوي دي. اخيستونکي وايي، سږکال څاروي ګران دي، خو د څارويو سوداګر بیا وايي چې د څارويو خوراک، د ګاډو کرايه او نور لګښتونه یې زیات شوي دي نو ځکه څاروي ګران خرڅوي. د کراچۍ څارویو منډۍ د پاکستان په کچه تر ټولو لویه او مشهوره منډۍ ده، چې هر کال د لوی اختر په مناسبت جوړېږي. په منډۍ کې د څارویو لپاره ځانګړې ځایونه، اوبه، خوراک او امنیتي تدابیر برابر شوي دي. سوداګر د پاکستان له بېلابېلو برخو څاروي هلته ورولي او اخيستونکي د قربانۍ مالونو اخیستو لپاره هلته ورځي، چې دې منډۍ ته لوی اقتصادي او ټولنیز اهمیت ورکوي. ویډیویي رپورټ.

XS
SM
MD
LG