د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټانک امن جرګه: که ریاست امن رانوست، د جي اېچ کیو مخې ته پرلت وهو


د ټانک امن جرګه وايي، حکومت دې د امن راوستلو لپاره جدي اقدامات وکړي: انځور جون ۱۰، کال ۲۰۲۴
د ټانک امن جرګه وايي، حکومت دې د امن راوستلو لپاره جدي اقدامات وکړي: انځور جون ۱۰، کال ۲۰۲۴

د خیبر پښتونخوا د ټانک د بېلابېلو قامونو مشرانو د ناامنيو د مخنيوي لپاره جرګه کړې ده.

د ټانک ضلعې په ټاوان هال کې د جون پر لسمه ترسره شوې دغه جرګه کې پرېکړه شوې چې پر حکومت به د امن بحالولو لپاره فشار زياتوي. د جرګې ګډونوالو وويل چې خلک له هدفي وژنو، تښتونو، بریدونو، نښتو او د وسله والو له ښکاره ګرځېدو پرېشانه دي او پر حکومت غږ کوي چې په خرابو حالاتو دې سترګې دې نه پټوي.

د جرګې یو مشر عبداله ننګیال مشال راډیو ته وویل، حالات مخ په خرابېدو دي: "په ټانک او خواوشا ضلعو کې حالات مخ په خرابېدو دي، خلک په کډو کولو مجبوره دي او د خلکو ژوند یې ګواښلی دی. زموږ جرګه چې پخوا بیټني امن جرګه وه اوس مو د ټانک امن جرګه نومولې او دغلته مېشت ټول قومونه مو پکې راغوښتي دي او پرېکړه مو وکړه چې که حکومت د امن راوستلو لپاره سنجیده ګامونه نه اخلي نو موږ به مجبوره شو چې پخپله یو قدم واخلو."

د ټانک امن جرګه کې د ګڼو قومونو استازو ګډون وکړو: انځور جون ۱۰، کال ۲۰۲۴
د ټانک امن جرګه کې د ګڼو قومونو استازو ګډون وکړو: انځور جون ۱۰، کال ۲۰۲۴

عبدالله ننګیال له ریاست نه دا غوښتنه وکړه چې د حلکو د سر او مال د خوندي ساتلو غم دې وخوري.

جرګه والو د امن نه راتللو په صورت کې د احتجاجي پرلت د پيلولو ګواښ کړی دی. يو ځايي قومي مشر ملک پتو بېټني د جون پر لسمه مشال راډيو ته وويل چې خلک د ناامنيو زیاتېدو اندېښمن کړي دي:

"موږ امن غواړو. له ریاسته دغه مطالبه لرو. فیصله دا وشوه چې که موږ په امن کې بهتري ونه لېدله او امن رانغی نو بیا به ځو اسلام اباد ته. د سپريم کورټ مخې او د جي اېچ کيو مخې ته به کښېنو. احتجاج به کوو."

ملک پتو وړاندې وویل چې که حکومت د وسله والو د فعالیتونو مخه نه نیسي نو هغوی به په راولپينډۍ کې د پاکستاني پوځ د مرکز (جي اېچ کیو) مخې ته احتجاجي پرلت ووهي.

د ټانک امن جرګې تر دې وړاندې د جون په دویمه نېټه د ټانک په عمرخېلو سیمه کې د امن لپاره لومړۍ ناسته کړې وه.

خو بل لوري ته د ټانک ضلعې د پولیسو مشر عبدالسلام خالد مشال راډيو ته ويلي چې پوځ او پولیس په شريکه د ترهګریزو فعالیتونو د مخنيوي لپاره په کاروايانو بوخت دي. د دې ترڅنګ د پاکستان پوځ هم په وار وار ویلي دي چې د وسلوالو پر ضد بې توپیره عملیات کوي.

په ټانک کې د امنیت لپاره ولسي ناستې پر داسې مهال کېږي چې په خيبر پښتونخوا، په تېره بیا په جنوبي ضلعو، کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي چې پرضد يې ځايی خلکو په وار وار احتجاجونه کړي دي.

له ټانک سره پر پوله د پروت ښار ډېره اسماعیل خان کې د شېرانیو ګڼو اوسېدونکو د مې پر ۱۸مه په سيمه کې د امنیت د خرابېدو پرضد د پوځي کلا مخې ته پرلت وهلی وو.

د مې پر ۱۰مه هم د درازندې ولسي جرګې پر حکومت غږ کړی وو چې په سیمه کې دې د امنیت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په نوم یوې څېړنیزې ادارې ویلي دي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په پاکستان کې ۲۴۵ ترهګر بریدونه وشول، چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي ول.

اداره وايي، په اپرېل کې شاوخوا ۷۷ بریدونه شوي ول، چې پکې ۷۰ کسان وژل شوي چې ۳۵ ملکي وګړي او ۳۱ د امنیتي ځواکونو غړي دي.

د پاکستان پوځ وایي، په سیمه کې یې د امنیت په هدف یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی او د مې پر ۲۷مه يې په ټانک کې په عملياتو کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG